امریکايی جنرال پر کرزي د نیوکې له کبله لیرې شو

کرزی د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي کرزي د تېر اکتوبر په وروستیو کې د پاکستان له 'جیو' تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي ''خدایه مه کړه، که چېرې د پاکستان او امریکا ترمنځ جګړه پیل شيو افغانستان به د پاکستان پلوي وکړي.''

په افغانستان کې د ایساف عمومي قومندان د افغان پولیسو او ملي اردو د روزنې د دویم مشر کس تورنجنرال پيټر فولر د لیرې کولو امر کړی.

تورنجنرال پيټر فولر چې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې دويم مشر کس و، ښاغلى کرزى فکري بې ثباته بللى و او ويلي يې و چې افغانستان تر ده هوښيار کس ته اړتيا لري.

هغه ويلي و چې جگپوړي افغان چارواکي د هغو قربانيو په قدر نه پوهېږي چې امريکا يې د دوى لپاره کوي.

له ''پولیټيکو'' سره د ښاغلي فولر څرګندونې

دغه دوه ستوریزه امریکایي جنرال د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا له 'پولیټيکو' خپرونې سره په خبرو کې له یوه پاکستاني تلوېزیوني چینل سره د حامد کرزي دا خبره غندلې وه، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د جګړې په صورت کې به د پاکستان ملاتړ وکړي.

ښاغلي کرزي د تېر اکتوبر په وروستیو کې د پاکستان له 'جیو' تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي ''خدایه مه کړه، که چېرې د پاکستان او امریکا ترمنځ جګړه پیل شيو افغانستان به د پاکستان پلوي وکړي.''

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن د امریکايي جنرال په خبرو خواشيني ښودلې او د هغه د لیرې کولو امر یې کړی.

Image caption تورنجنرال پيټر فولر چې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه کې دويم مشر کس و، ښاغلى کرزى فکري بې ثباته بللى و او ويلي يې و چې افغانستان تر ده هوښيار کس ته اړتيا لري.

د ایساف قومندان په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي''د افغانستان خلک شریف دي، دا ډول څرګندونې به افغانستان ته د ټیکاو، او سولې په راوستو کې موږ له خپلو ګډو او مهمو اهدافو ته له رسېدا ونه نیسي. ''

لیرې کړی شوي جنرال د افغان پولیسو او ملي اردو د روزنې مسؤول و.

د امریکا دفاع وزارت پنتاګان هم ویلي چې د جنرال فولر د لیرې کولو ملا تړي.

شنونکي وايي د جورج ډبلیو بوش د دولت پرتله د بارک اوباما دولت د حامد کرزي له دولت سره نسبتاً ترینګلي اړيکيلري.

ورته مطالب