ترکمنستان: د غازو د نلليکې تړون ژر لاسليکيدونکى دى

غاز
Image caption له ترکمنستانه د افغانستان له لارې هند پورې د غازو د نليلکې د غځولو نظر له تيرو نژدې دوو لسيزو څخه پيدا شوى خو لا يې عملي جامه نه ده اغوستې

د ترکمنستان د تيلو او غازو وزير بيرمگدلي نيديروف يوې نړيوالې پانگونکې جرگې ته ويلي چې ډير ژر به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمن غازو د ليږد پر پلور تړون لاسليک شي.

دغۀ ترکمن چارواکي وويل دى هيڅ شک نه ويني چې دغه ځنديدلې او له ډيره وخته په پلان کې شته پروژه به عملي کيږي.

ښاغلي نيديروف وويل همدا شېبه د غازو پر پلورلو او پېرنې يو تړون چمتو شوى او لاسليک ته تيار دى.

دۀ زياته کړه: " هيڅ د شک ځاى نشته چې دا پروژه به ارو مرو عملي کيږي".

ترکمن وزير نور جزييات ورنه کړل چې څوک به د پېر او پلور پر دې تړون لاسليک کوي.

ترکمنستان د غازو خورا لويې زيرمې لري.

د ١٩٩٠ مو کلونو له نيمايي څخه دا نظر پيدا شوى دى چې د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته د ترکمنستان غاز وليږدول شي.

په افغانستان کې ناامنيو او د هند و پاکستان ترمنځ د اړيکو خرابيدا لا تر اوسه د دې پروژې د عملي کيدا په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

که دا پروژه عملي شي نو د ترکمنستان درې ديرش ميليارده مکعب متره غاز به د هند او پاکستان تږو بازارونو ته لار ومومي.