بغلان: ځانمرګي برید ۶ پولیس ټپیان کړل

افغان پولیس
Image caption د بغلان پولیس وايي په برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي، نور چا ته زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان له شمالي څخه راپورونه وايي چې د بغلان ولایت پلخمري په بلاکونو سیمه کې یو ځانمرګی برید کوونکی له هدف وړاندې پولیس په ډزو وواژه.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت بي بي سي ته وویل، یوه برید کوونکي غوښتل چې د ملا عالم په نامه پر یوه سیمه ییز قومندان برید وکړي، خو برید کوونکی د پولیسو په ډزو ووزل شو.

ښاغلي بشارت وویل، په چاودنه کې شپږ پولیس ټپیان شوي.

تېره ورځ (یکشنبه، د نومبر شپږمه) هم په بغلان ولايت کې چارواکي وايي د لوی اختر پر ورځ يوه ځانمرګي بريدګر له يو جومات سره نژدې لږترلږه اته کسان ووژل او ۱۸ نور ټپیان یې ټپیان کړل.

په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي وښيي د افغانستان په هر ځای کې بريد کولی شي، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د امنيت مرستندويه نړيوال ځواکونه ايساف د امنيت ساتنې واګې په پړاويز ډول افغان ځواکونو ته لېږدوي، خو لا تر اوسه شاوخوا ۱۴۰،۰۰۰ بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې دي.

اټکل دی د امنيت ساتنې دندې سپارلو بهير تر۲۰۱۴ کال پورې بشپړ شي.

ورته مطالب