د بادغيس سړک غاړې بم لس کسه ووژل

بادغيس پخوانى عکس
Image caption د طالبانو مشر ملا عمر له خپلو وسله والو غوښتي و چې ملکي وگړي دې نه په نخښه کوي خو د هغه د غوښتنې په سر هم د لوى اختر په ترڅ کې ملکي وگړي ووژل شول

د افغانستان په شمال لويديځ ولايت بادغيس کې د سړک د غاړې يوې چاودنې لږ تر لږه لس کسه وژلي دي چې ډير يې ملکي وگړي دي.

په وژل شويو کې د يوې کورنۍ شپږ ماشومان او دوه ميرمنې هم شاملې دي.

چارواکي وايي په بريد کې د پوليسو يو گاډى ويجاړ شو چې دوه افسران يې هم ووژل.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر فيض الله اعظيمي خبري اژانسونو ته ويلي چې دا پېښه د قادس په ولسوالۍ کې وشوه.

د دۀ په وينا د ملکي وگړو گاډى د پوليسو تر موټر شاته روان و خو ډير زيان يې وليد.

په دې پېښه کې درې نور چې يو پکې ماشوم و ټپيان شول.

ملا محمد عمر

دا بريد تر هغه ايله څو ورځې وروسته کيږي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د لوى اختر په پلمه خپارۀ کړي پيغام کې پر خپلو وسله والو غږ کړى و چې د ملکي وگړو له وژنې دې لاس واخلي.

د ملا عمر په پيغام کې دا هم ويل شوي و چې که د دۀ کسان دا خبره ونه مني نو سزا به ورکړل شي.

د لوى اختر په لومړۍ ورځ په بغلان کې د جومات دباندې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله هم يو شمير ملکي وگړي چې له لمانځه راوتل ، وژل شوي وو.

ملگري ملتونه وايي چې روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تير کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ١٥ زياتوالى راغلى دى.

د کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٤٦٢ افغانان وژل شوي وو چې د ملگرو ملتونو په وينا يې په سلو کې د اتياو مسووليت د وسله والو مخالفينو په غاړه دى.