کابل: حج کې ١٣ افغانان مړۀ شوي ١١ نيول شوي

حج
Image caption افغان چارواکي وايي د حاجيانو د بيرته ستنولو چاره د جمعې په ورځ پيليږي

سږ کال د حج په مراسمو کې دیارلس افغان زیارت کوونکي مړه شوي دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي دا کسان د ترافیکي پیښو او یا هم د ورپیښو ناروغیو له کبله مړه شول.

افغان چارواکي وايي چې تر وروستيو رپوټونو پورې د ټپي شويو افغان حاجيانو شميره ١٤ تنو ته رسيږي.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره یولس تنه افغانان هم د حج د مراسمو په ترڅ کې د غلا په تور د عربستان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د افغانستا ن د حج او اوقافو وزارت وایي چې د حج مراسم اوس بشپړ شوي او د افغان حاجیانو د بیرته ورتګ بهیر به د جمعې ( د نومبر ١١) په شپه پیل شي .

د دغه وزارت مرستیال داعي الحق عابد ویلي چې سږکال د حج په مراسمو کې دیارلس افغان زیارت کوونکي مړه شوي او شپاړس نور ټپیان شوي دي.

دغه راز ویل کیږي چې د سعودي عربستان پولیسو یولس افغان زیارت کوونکي د غلا په تور نیولي د ي.

د سعودي عربستان د قوانینو له مخې د غلو سزا د هغو څه د ارزښت له مخې ټاکل کیږي چې غلا شوي وي چې یو له دغو سزاوو څخه د غله د لاس پرې کول دي .

افغان دولت سږکال د افغان حاجیانو د مراسمو د تنظیم لپاره د بیلا بیلو ارګانونو څخه اویا تنه سعودي عربستان ته استولي وو ، خو افغان حاجیان له حرم شریف څخه د دوی د استوګني له لیري والي څخه شکایتونه لري .

د افغانستان د حج او اقافو وزارت چارواکي دا مني چې ډیر لږ حاجیان په نسبتآ لیري او زړو ځایونو کې ځای پر ځای شوي ول .

سږ کال د افغانستا ن د حج او اوقافو د وزارت د قرعې پر اساس څه باندي دیرش زره افغانان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره عربستان ته لیږل شوي