په غزني کې دوه ښځې وسله والود بدلمنۍ په تور ووژلې

غزني
Image caption د غزني ولايت په دې وروستيو کې ډير نا امنه شوى دى

د افغانستان د غزني ولايت چارواکي وايي يوه ډله وسله والو سړو يوه ښځه او د هغې مور په ډبرو وېشتې او بيا يې په ډزو وژلې ده.

افغان چارواکي طالبان په دې کار تورنوي او وايي طالبانو دغه دوه ميرمنې په بد لمنۍ تورنې کړې وې.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.

د غزني پوليس وايي دوه سړي يې په دې جرم نيولي دي.

په غزني کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير الله نظر ضيايي واورئ

دا وژنې د غزني د والي له دفتره درې سوه متره ليرې د پنجشنبه په ورځ شوې دي.

ويل کيږي چې له پېښې سيمې ته نژدې د غزني د پوليسو د مشر دفتر او د ولايتي بيا رغاونې دفتر هم و.

امنيتي چارواکي وايي وسله وال کسان د کونډې کور ته ننوتلي لومړى يې دا او د دې لور د کور انگړ ته ايستلي لومړنى يې د ډبرو وار پرې کړى او بيا يې په ډزو وژلې دي.

يوۀ چارواکي ويلي گاونډيانو پر وخت خبر نه وو ورکړى.

غزني

په غزني کې د چارواکو له خولې ويل شوي چې په ښار کې گڼ شمير ملايانو له خلکو غوښتل چې د بدلمنۍ رپوټ دې ورکړل شي.

د تير کال د اکتوبر په مياشت کې يوه ښځه چې د خپلې خواښې په وژلو تورنه وه په غزني کې د طالبانو له خوا ووژل شوه.

په دې وروستيو کې د غزني په ولايت کې تاوتريخوالى ډير شوى دى.

د غزني ښار يو له هغو ځايونو دى چې ويل کيږي امنيتي مسووليت به يې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

رپوټونه ښيي چې د غزني په اتلسو ولسواليو کې يوازې اووه داسې دي چې د حکومت بشپړ واک پکې شته.

په نورو کې وسله وال طالبان برلاسي دي.