امریکایی عسکر د افغانانو په وژنه په عمري بند محکوم شو

امريکايي پوځي ماموريت
Image caption امريکايي عسکر په کندهار کې د ملکي کسانو په وژنه تورن شوى و

په متحده ایالتو کې یوې محکمې یو امریکايی سرتېری د درېو ولسي افغانانو د وژلو او د هغو د بدن د غړیو د پرېکولو او بیا د جګړې د جایزې یا یادګار په توګه په خپل جېب کې د ساتلو په جرم په عمري بند محکوم کړی دی.

دغه پوځي چې الوین ګيبس نومیږي په هغو پنځو پوځیانو کې تر ټولو جګپوړی وو چې د کندهار شاوخوا د پروسږکال وژنو په تړاو تورن شوي دي.

پر دۀ تور دی چې کله به یې ولسي خلک ووژل، بیا به یې وسله ورسره کېښوده چې وښيي هغوی وسله وال اورپکی وي.

محکمې ته ویل شوي چې سر پړک مشر ګېبس افغانان وحشیان بلل.

خو کېدی شي نوموړی په لسو کلونو کې د ژمنې په شرط بېرته خوشې شي.

شپږ ويشت کلن سر پړک مشر کالوین ګيبس ومنله چې د قربانيانو د بدن غړي يې غوڅ کړي او د هغوی ځينې هډوکي او غاښونه يې د جګړې د جايزي په توګه ساتلي دي.

دغه پوځي وويل د بدن د غړو ساتل د ده لپاره داسي وو لکه له ښکار نه وروسته چي دغرڅې ښکرونه ساتي.

کالوین ګيبس په هغو پنځو سرتيرو کې تر ټولو لوړ رتبه و چې تير کال د افغانستان د کندهار په ولايت کې د درې ملکي کسانو په وژلو تورن شول.

دریو سرتيرو جرم ومانه او دوو بيا د پړک مشر ګيبس پرضد شاهدي ورکړه.

ظالم مشر

دوی کالوین ګيبس وينو ته تږی او ظالم مشر وباله.

د سر پړک مشر ګيبس مدافع وکيل ټينګار کاوه چي دغو دوو سرتيرو پر کالوین ګیبس د خپل جرم د تپلو لپاره دی ملامتوي.

څارنوالانو وويل سرتيرو د دې لپاره چې څرګنده کړي چې د خپل ځان په دفاع کې يې دغه کسان وژلي د هغوی تر وژلو وروسته يې خپله وسله د مړو ترڅنګ پرايښې وه.

محکمې ټولو شواهدو ته په پام کالوین ګيبس ته د عمر قيد سزا واوروله.

خو د پنځو قاضاينو دغې ډلې دا پريکړه هم وکړه چي له اته نيمو کلونو وروسته کیدای شي کالوین ګیبس په مشروط ډول له بنده خوشې شي.

ورته مطالب