پیلوځی ادبي هنري راډیویې مجله

په دې پیلوځي کې په هالنډ کې د نوي جوړشوي پښتو فلم حال درکوو، په بهر کې د جوړېدونکو فلمونو ارزښت په څه کې دی؟

دامریکایی خبریالې پر هغه کتاب غږیږو چې په افغانستان یې لیکلی دی او د جګړې او کړاوونو حال یې د ناول په ژبه کښلی دی او د جیمز بانډ د۲۳ فلم په اړه رپوټ لرو.

په هالند کې ځینو اوسیدونکو ځوانو افغانانو د شملې د آدبي ټولنې په ملتیا یو هنري فلم جوړکړی چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۱ نیټه د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم ۹۰ دقیقې دی او غلطه لار نومیږي چې شاوخوا ۵۰ زره یورو پرې لګېدلې دي.

دا خپرونې د دې ځاى په کېکاږلو واورئ

فلم چې دوه کاله یې په جوړیدو لګیدلي په بهر کې د دریو افغانانو ژوند انځوروي او جوړوونکي یې هوډ لري وروسته یې په جرمني، برتانیې او نورو هیوادونو کې هم نندارې ته وړاندې کړي.

فلم په پښتو ژبه دی. خو داسې فلمونه د پښتوژبې له پاره څومره ګټور ختلی شي او نور بهرمیشتي افغانان او ټولنې هم کولی شي ورته فلمونه جوړ کړي؟ دا او نورې پوښتنې د پیلوځي په آدبي بنډار کې د دغه فلم جوړونکی خالد ژوندون او فلم سناریو لیکونکی وکیل سوله مل شینواری ځوابوي.

د امریکایی لیکوالې مېګن سټوک کتاب زیات مینه وال لري چې په امریکا، اسټرالیا اونوي زیلانډ کې چاپ شوی دی.

٫٫هرڅوک پدې کلي کې درواغ وایي٬٬ دا د دغه کتاب نوم دی چې په ۲۵۵ مخونو کې چاپ شوی.

د کتاب درې فصلونه د افغانستان حالاتو ته ځانګړي شوي دي.

دعراق ، مصر او لبنان پيښو ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

میرمن سټوک پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته د لاس انجلس ټایمز د ورځپاڼې د خبریالې په توګه افغانستان ته ولاړه او اصلي دنده یې رپوټ لیکل و.

خو وروسته یې له ځایي خلکو سره راشه درشه زیاته شوه او ورته څرګنده شوه چې رسنۍ د جګړې اصلي انځور پخپلو رپوټونو کې نه ورکوي.

میګان سټوک د جلال آباد د نارنج هلته د نشه یی توکو قاچاق او جګړو په اړه ډیرې په زړه پورې کیسې لیکلې دي.

دا کتاب د ناول او سفر نامې یوه ګډوله ده.

پر دې کتاب د بحث لپاره په استرالیا کې د لویدیځ سیدني پوهنتون له استاد احسان الله ازري ستانکزي سره غږیدلي یو چې په دې پیلوځي کې یې اوری.

د لندن نه ۵۰ کیلومتره لرې د کنت په سیمه کې د افغان لیکوال عبیدالله محک دهغه ناول ځینې برخې چې په انګریزي چاپ ته تیاریږي واویدل شوې اوپه لیوالتیا بدرګه شوې.

ښاغلي محک دا کتاب په انګریزي لیکلی دی او په زړه پورې خبره داده چې د افغان لیکوال انګریزي ناول انګریزانو د زړه په غوږونو واورېد.

دې غونډې ته شاعر ولي عبدالله هم ورغلی وچې جزیات یې له پیلوځي سره شریک کړل.

د برتانیې د جاسوسي د فلم جمیز بانډ پنځوس کاله پوره شول.

۵۰ کاله مخکې د ٫٫ډاکتر نو٬٬ په فلم کې شان کونېري اصلي رول ولوباوه. خو اوس په لندن کې د دې لړۍ د ۲۳م فلم د جوړېدو پلانونه په ډاګه شول چې دانیېل کریګ به پکې لوبیږي.

د فلم نوم له اسمانه رالوېدل نومیږي او یوکال وروسته به سینماګانو ته راوزي.

په دې هکله د بي بي سي دهنري چارو د خبریال وینسنټ دود رپوټ لرو.