ډيلي او کابل خپلمنځي ستراتيژيک تړون د سيمې لپاره مهم وبالۀ

سارک
Image caption د سارک مشران په مالديپ کې سرمشريزه کوي

افغان ولسمشر حامد کرزي او د هند لومړي وزير من موهن سينگ په مالديپ کې د سارک د سرمشريزې له غونډې جلا سره وليدل.

دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د لاس لیک شوي ستراتیژیک تړون په اړه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو دا تړون د سیمې لپاره ډیر مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغه تړون د عملي کولو لپاره باید جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.

دواړو لورو خپلې اوسنۍ اړیکې او دوستي تاریخي وبلله او هیله یې وکړه چې د دغه ستراتیژیک تړون پر عملي کیدو به د افغانستان او هندوستان دوستي لا پیاوړې شي.

حامد کرزي هندي مشر ته وويل هغو افغان ځوانانو چې په هند کې لوړې زده کړې کړي دي کله چې هېواد ته ستانه شوي نو د هغوی دغه زده کړې په عملي ډګرکې ډیرې ګټورې تمامې شوي دي.

ښاغلي کرزي غوښتنه وکړه چې افغانستان د هندوستان د ملکي ادارې په څېر چې یوه ښه اداره ده، داسې مسلکي اداره جوړول غواړي چې د حکومتونو په بدلون تغیر ونه کړي او پرخپل ځای پاتې شي.

د افغانستان ولسمشر هيله څرگنده چې د هند په څېر داسې ملي اردو ولري چې د ګوندونو او تنظیمونو پرځای د خپلو خلکو او د افغانستان د ملي ګټو په خدمت کې و اوسي او هغه خوندي کړي.

ښاغلي کرزي په دې ليدنه کې پر دې اړتيا هم ټينگار وکړ چې هندوستان د افغانستان د ملي اردو او د ملي پولیسو د ځواکونو د روزنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

همکاري

همدا راز حامد کرزي په دغه کتنه کې د هند له صدراعظم من موهن سنګ څخه وغوښتل چې د هند هېواد دې د افغانستان د کرنې له پوهنتون سره چې په پام کې ده ډیر ژر جوړ شي، همکاري وکړي.

افغان غاړه وايي چې من موهنگ سينگ وويل هندوستان په دې باور دی چې د افغانستان ثبات د سیمې پر ثبات باندې نیغ په نیغه اغیز شيندي نو د دغه واقعیت په پام کې نیولو سره هند دې ته حاضر دي چې په بیلابیلو برخوکې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

په مالديپ کې د يوې بلې ليدنې پر وخت ولسمشر کرزي د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني ته هم ډاډ ورکړى چې کوم ستراتیژیک تړون چې افغانستان له هند سره لاس لیک کړی دی، هغه د سیمې په ګټه دی او هیڅکله به هم د ګاونډي هېواد پاکستان پرخلاف ونه کارول شي.

پاکستان

ولسمشر کرزي له هند سره د ستراتيژيک تړون پر دلايلو پاکستاني لومړي وزير ته ويلي:

" افغانستان او هندوستان له یو بل سره لرغونې تاریخي اړیکي لري او د همدغو تاریخي او نیکو اړیکو له مخې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون لاس لیک شو چې له شک پرته د سیمې په ګټه دی او له هغه څخه به هیڅکله هم زموږ ګاونډي هېواد پاکستان ته زیان ونه رسیږي."

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي په دې کتنه کې حام دکرزي او یوسف رضا ګیلاني په دې باندې ټینګار وکړ چې ترهگري سیمې ته جدي ګواښ دی او هغه مهال به سیمه، افغانستان او پاکستان له دغه ګواښ څخه خوندي وي چې ټول په رښتینې توګه د هغه پرخلاف په ګډه کلکه مبارزه وکړي.