د سړک غاړې بم او ټکر د ۲۱ افغانانو ژوند واخیست

لغمان
Image caption ملگري ملتونه وايي چې روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ١٥ زياتوالى راغلى دى.

د افغانستان په ختيځ لغمان ولایت کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له کبله اته ولسي وګړي وژل شوي.

بل خوا د سوېلي ولایت هلمند په دوو جلا ترافيکي پېښو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي.

د لغمان د والي ویاند فیض الله پټان رسنیو ته ویلي چاودنه د لغمان په مرکز مهترلام کې وشوه.

ښاغلي پټان بي بي سي ته وویل: ''سهار لس بجې د مهترلام او الینګار د لارې ترمنځ په بدیع اباد د ملکي وګړو پر ګاډي چاودنه وشوه، چې په پایله کې اته ولسي وګړي ووژل شول. په وژل شوو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم دي.''

نوموړي وویل، په وژل شوو کې یو داسې ځوان هم دی، چې د واده یې ایله یوه ورځ کېده.

د هلمند د والي ویاند داود احمدي بي بي سي ته وویل، د هلمند-کندهار پر لویه لار په ګرشک ولسوالۍ کې د یوه ۳۰۳ بس او کرولا د ټکر له کبله لږترلږه ۱۳ مسافر ووژل شلو، چې ښځې او ماشومان یې ډېری برخه وه.

په ټکر کې څلور نور مسافر سخت ژوبل شوي.

د روان نومبر پر اتمه، د افغانستان په شمال لويديځ ولايت بادغيس کې د سړک د غاړې يوې چاودنې لږ تر لږه لس کسه ووژل چې ډېر يې ملکي وگړي وو.

ملا محمد عمر

دا بريد تر هغه ايله څو ورځې وروسته کيږي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د لوى اختر په پلمه خپارۀ کړي پيغام کې پر خپلو وسله والو غږ کړى و چې د ملکي وگړو له وژنې دې لاس واخلي.

د ملا عمر په پيغام کې دا هم ويل شوي و چې که د دۀ کسان دا خبره ونه مني نو سزا به ورکړل شي.

د لوى اختر په لومړۍ ورځ په بغلان کې د جومات د باندې د يوۀ ځانمرگي بريد له امله هم يو شمېر ملکي وگړي چې له لمانځه راوتل، وژل شوي وو.

ملگري ملتونه وايي چې روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ١٥ زياتوالى راغلى دى.

د کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٤٦٢ افغانان وژل شوي وو چې د ملگرو ملتونو په وينا يې په سلو کې د اتياو مسووليت د وسله والو مخالفينو په غاړه دى.

ورته مطالب