په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لوړو زده کړو له مرستیال وزیر سره ځانګړې مرکه

Image caption د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې تر اوسه د لوړو زده کړو هېڅ کومې شخصي موسسې له دوی څخه د ماسټرۍ د پروګرامونو جواز نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې سږ کال به د کانکو ازموینې پروسه د تیرو کلونو په پرتله توپير ولري.

دغه وزارت وايي، د کانکور په سږنۍ ازموینه کې به زده کوونکې یوازې پنځه رشتې ټاکلی شي او په هغه پاڼه کې به هم بدلون راځي، چې د کانکور ګډنوال پکې د خپل هویت په اړه مالومات ثبت کوي.

په تېرو کلونو په لوړو وزارت یوه نیوکه دا کېده، چې په ټوله کې د کانکو د ازموینې پروسه خورا پېچلې وه او زده کوونکي د خپلو رشتو د انتخاب پرمهال کره انتخاب نه شوای کولای.

د لوړو زده کړ وزارت دارنګه وايي، چې سږ کال به شاوخوا ۳۰ زره نوي محصلان دولتي پوهنتونو ته جذب کړي، چې دا کچه د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه لوړه ده.

د دغه وزارت چارواکي دا هم وايي، چې تر اوسه د لوړو زده کړو هېڅ کومې شخصي موسسې له دوی څخه د ماسټرۍ د پروګرامونو جواز نه دی ترلاسه کړی او وايي، د لوړه زده کړو ټولې هغه موسسې غیرې قانوني دي، چې په افغانستان کې د ماسټرۍ پروګرامونه مخ ته وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل بیا یو شمېر د لوړو زده کړو شخصي موسسو اوسمهال د ماسټرۍ پروګرامونه پرانیستي او ګڼ شمېر زده کوونکي پکې په درس بوخت دي.

په کابل زموږ همکار حفيظ الله معروف د لوړو زده کړو له مرستیال وزیر محمد عثمان بابري سره په دې اړه ځانګړې مرکه کړې او په سر کې یې په کانکور پروسره کې د فساد او درغلیو په اړه ترې پوښتنه کړې.