طالبان وايي د لويې جرګې امنيتي پلان يې تر ګوتو کړی دی

د کېدونکې جرګې نښان
Image caption طالبانو گواښ کړى دى چې پر جرگې به بريد کوي او دا يې په خپلو په ټکيو يوه غلامه جرگه بللې ده.

په افغانستان کې طالبانو ادعا کړې چې د راتلونکې لويې جرګې لپاره يې د حکومت له خوا جوړ شوی ۲۷ مخيزه امنيتي پلان ترلاسه کړی دی.

ټاکل شوې لويه جرګه روانه اوونۍ په کابل کې ترسره شي، چې د افغان حکومت په وينا به په کې له امريکا سره د اوږدمهاله سټراټيژيکې همکارۍ پر تړون غور کېږي.

دغه پلان د طالبان وياند ذبيح الله مجاهد د برېښناليک له لارې رسنيو ته استولی دی.

د طالبانو له خوا خبري رسنېو ته ورکړل شوي معلوماتو کې د افغان ولسمشر حامد کزي او د ده د حکومت وزيرانو په گډون د جگپوړيو امنيتي چارواکيو د امنتيت تفصيلي لست ښکاري. په دغه سند کې د هغو امنيتي چارواکيو نومونه، رتبې او امنيتي مسوليتونه په گوته شوي، چې د پوليسو د کاري پلان نقشې ښکاري.

د طالبانو په برېښنا ليک کې ليکل شوي د امنيتي تدبيرونو دغه پلان چې ۲۸ مخونه او ۶ انځوريزې نقشې هم ورسره تړل شوې، پر وينا يې د ځينو خپلو استخباراتي ملحوظاتو او پاليسۍ پر اساس له سره کمپوز او ليکلې دی.

خو د کابل د پوليسو مشر جنرال ايوب او يوۀ جيگپوړي استخباراتي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې دا د حکومت پلان نه دى.

د پوليسو قوماندان وايي دا د هغه کسانو پلان دى چې غواړوي جرگه گډوډه کړي.

که چېرې د لويې جرگې د امنيت رښتينى پلان طالبانو سره وي دا به نه يوازې حکومت لپاره د لوى شرم ځای وي بلکې د هغو دوو زره کسانو لپاره هم لوى گواښ وي چې په دې جرگې کې به برخه اخلي.

طالبانو گواښ کړى دى چې پر جرگې به بريد کوي او دا يې په خپلو په ټکيو يوه غلامه جرگه بللې ده.

د جرگې په اجنډا کې له وسله والو سره د خبرو او له امريکا سره د افغانستان راتلونکې ملگرتيا سټراټيژيک تړون دوو ټکيو خبرې کېږي.

ورته مطالب