ډېوېډ ریچرډ: ۸۰٪ افغانان طالبان نه غواړي

جنرال ډېوېډ ریچرډ
Image caption دغه برتانوي جنرال ادعا کړې چې ۸۰٪ افغانان، افغانستان کې طالبان نه غواړي.

د برتانیا لوی درستیز ویلي، له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو تر وتون وروسته به په دې هېواد کې یو شمېر برتانوي ځواکونه پاتې شي.

جنرال سر ډېوېډ ریچرډ په دې باور دی چې سلګونه برتانونوي پوځيان به د احتیاط لپاره افغانستان کې پاتې شي.

د برتانیا حکومت غواړي بوځيان یې تر ۲۰۱۵ کال پورې افغانستان پرېږدي، خو جنرال ریچرډ وویل ځینې پوځيان به د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي ویلي ''زه نه شم ویلی چې د پاتېدونکو سرتېرو شمېر به ۲۰۰۰ وي یا څومره.''

هغه دا هم ویلي چې ''موږ اوس په زغره د پاتې کېدونکو پوځيانو شمېر نه شو ښودلی، خو هڅه کوو چې له زرګونو څخه یې شمېر سلګونو ته راښکته کړو.''

دغه برتانوي جنرال ادعا کړې چې ۸۰٪ افغانان، افغانستان کې طالبان نه غواړي.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا، د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر یرغل وروسته افغانستان کې شاوخوا ۳۸۵ برتانوي پوځيان وژل شوي.

ورته مطالب