مشعل: د پارلمان پر ودانۍ د برید ۱۰ طراحان مو ونیول

لطف الله مشعل
Image caption د ښاغلي مشعل په وینا، نیول شویو تورنو کسانو د پاکستان د ''لشکر طیبه'' او ''انصار الاسلام'' له اورپکو ډلو سره تړاو درلود.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې د پارلمان پر ودانۍ یې د برید په تور لس کسه نیولي دي.

ددغې ادارې ویاند لطف الله مشعل وویل، په نیول شوو کسانو کې څلور پاکستانیان او نور افغانان دي.

ښاغلي مشعل کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه کسان د کابل ښار په مکروریانو او څرخي پله سیمه کې نیول شوي:

''ملي امنیت کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو یوه لس کسیزه طراحه ډله نیولې چې غوښتل یې د پارلمان پر ودانۍ برید وکړي. په نیول شوو کې څلور پاکستانیان هم دي چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه یې په تن وو.''

ښاغلي مشعل وویل، چې نیول شوي پاکستانیان ددغه هېواد د بېلابېلو صوبو اوسېدونکي دي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي دغو لسو واړو 'تورنو' د افغانستان د پارلمان پر ودانۍ د برید هوډ درلود.

له دغو کسانو یو شمېر کابل ته تر ننوتلو سم لاسي وروسته په څرخي پله سیمه کې نیول شوي.

لطف الله مشعل زیاته کړه چې ټولو نیول شويو کسانو ته د طالبانو د کوټې شوری له خوا لارښوونې شوې دي.

د ښاغلي مشعل په وینا، نیول شویو تورنو کسانو د پاکستان د ''لشکر طیبه'' او ''انصار الاسلام'' له اورپکو ډلو سره تړاو درلود.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې دا هم ویلي چې نیول شوو تورنو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي دي چې پاکستان کې یې ترهګریزه روزنه ترلاسه کړې ده.

ویل کېږي چې د نیول شوو کسانو عمرونه د ۱۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د دولت مخالفانو له تنکیو ځوانانو په ګتې اخیستو ډله ییز بریدونه وکړل.

ذبیح الله مجاهد

بل خوا، د افغانستان د کورنیو چارو ویلي د پکتیکا ولایت په سرحوضه ولسوالۍ کې یې درې وسله وال طابان نیولي، چې کېدای شي د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پکې وي.

Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې احتمالاً په نیول شوو کسانو کې ذبیح الله مجاهد هم شته.

ددغه وزارت ویاند صدیق صديقي بي بي سي ته وویل: ''د پکتیکا په سرحوضه د پولیسو د عملیاتو پرمهال احتمالاً د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نیول شوی. د لانورو پلټنو لپاره مو نیول شوی کس ملي امنیت ته سپارلی. ''

وسله والو طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

پکتیکا ولایت چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، تر ډېره پکې د حقاني شبکې وسله والې ډلې فعالې دي.

ورته مطالب