'د لویې جرګې پرمهال کورونه په کرایه مه ورکوﺉ'

د جوړېدونکې لویې جرګې ځای
Image caption شاوخوا یو نیم کال وړاندې، د سولې د مشورتي جرګې پرمهال یو شمېر بریدګر کوونکو د لویې جرګې د خیمې په شاوخوا کې ځای پرځای شوي وو او له هماغه ځایه یې پر جرګې د درنو او سپکو وسلو ډزې کولې.

د افغانستان ملي امنیت ریاست د لویې جرګې د خیمې په شاوخوا سیمه کې د لارښوونو د فترونو ته ویلي، چې د دودیزې لویې جرګې تر پایه ته رسېدو دې د کورونو له خرڅلا، ګرو او اجاره کېدو څخه ډ ډه وکړي.

په عین حال د کابل ښار په نورو سیمو کې هم د معاملو د لارښوونو دفترونو یو شمېر څښتنان وايي، چې د هر ډول معاملو په تر سره کولو کې باید پولیس خبر کړي.

د معاملو د لارښوونو دغه دفترونه وايي، چې دوی ته ویل شوي، د کورونو د راکړې ورکړې، په ټول هغه معاملو، چې دوی یې کوي، امنیتي ارګانونه پرې خبر کړي.

په عین وخت کې د معاملو دلارښود یو شمېر نور څښتنان بیا وايي، چې دوی ته له ۱۵ ورځو وړاندې ویل شوي، چې د جرګې تر پای پورې دې هېڅ ډول د کورونو راکړه ورکړه نه کوي:

''تقریبا ۱۵ ورځې کېږي، چې د وزارت او امنیت له خوا راته ویل شوي، چې د جرګې تر پای ته رسېدو پورې باید موږ کورونه خرڅ نه کړو، ګرو یې نه کړو او هېڅ ډول د کورونو راکړه ورکړه ونه کړو.''

په جرګه برید

شاوخوا یو نیم کال وړاندې، د سولې د مشورتي جرګې پرمهال یو شمېر بریدګر کوونکو د لویې جرګې د خیمې په شاوخوا کې ځای پرځای شوي وو او له هماغه ځایه یې پر جرګې د درنو او سپکو وسلو ډزې کولې.

دا، چې اوس د ګوتو په شمېر ورځې د دویزې لوې جرګې جوړېدو ته پاتې دي، امنیتي چارواکي وايي، د دغې جرګې د لاښه امنیت لپاره یې د معاملو د لارښوونو دغو دفترونو دا ډول لارښوونه کړې ده.

که څه د کورنیو چارو وزرات په دې اړه بې خبرې ښیي، خو د ملي امنیت یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دوی د جرګې د لا ښه امنیت لپاره د لویې جرګې شاوخوا سیمه کې د معاملو د لارښوونو دفترونو ته امر کړی، چې د جرګې تر پای ته رسېدو پورې دې د کورونو راکړه ورکړه نه کوي.

ورته مطالب