لویې جرګې د ستراتیژيک تړون توکي وارزول

صفیه صدیقي
Image caption د لویې جرګې ویاندې صفیې صدیقي د چهارشنبې په ورځ وویل، د جرګې رییس او منشي ته د ستراتیژيک تړون توکي د ارزولو لپاره ورکول کېږي.

د دودیزې لویې جرګې پر دویمه ورځ د جرګې رییس او منشي ته د ستراتيژيک تړون توکي ورکول کېږي، چې له لارې به یې هر کمېسیون ددې توکو په اړه خپل نظر او پرېکړه وړاندې کوي او بیا به د جرګې په عمومي ناسته کې غور ورباندې وشي.

د دودیزې لويې جرګې په دویمه ورځ ۴۰ ټاکل شوې کمېټې به د ستراتيژیک تړون پرسر سلا مشورې کوي.

د دودیزې لويې جرګې په پرانیستونکې غونډه کې جرګه وال په ۴۰ کمېټو ووېشل شول.

دوی به امریکا سره د ستراتيژیکو اړیکو او د دولت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو د میکانیزم په اړه سلا مشورې سره کوي.

لا روښانه نه ده، چې جرګې کې له څه باندې ۲۰۰۰ کسانو څخه به په کوم شمېر کې استازي له دغه تړون سره همغږي وي او د لاسلیکولو په اړه به مثبتې رايي وکاروي.

د دودیزې لویې جرګې ویاندې صفيې صدیقي د جرګې پر لومړۍ ورځ، (چهارشنبې) وویل چې له امریکا سره د ستراتیژيک تړون توکي به د جرګې رییس او کمېسیونونو ته د ارزولو او د خپل نظر د وړاندې کولو لپاره ورکړل شي.

د آغلې صديقي په وينا، د هرې کميټې پرمشورو او وړانديزونو به عمومي په غونده کې نور غور وشي:

''په دې ټاکنو کې به یو د جرګې رییس او بل منشي په ازادو انتخاباتو کې ټاکل کېږي. دوی ته د ستراتیژيک تړون توکي ورکول کېږي او هر کمېسیون برې پرې خبر کوي، او بیا به هر کمېسیون خپله پرېکړه رییس ته ورکوي.''

لا هم روښانه نه ده، چې دغې دودیزې لويې جرګې له گډونوالو نه به څومره استازي له دغه تړون سره همغږي وي او د هغې د لاسليکولو په اړه به متبتې رايې وکاروي.

افغان ولسمشر حامدکرزي پرون د دغه تړون لپاره د خپل دولت شرايط يو په يو جرگه والو ته وشمېرل.

ایران په سر کې راځي

د افغانستان لپاره د امریکا د دغې غوښتنې او د دغې تگلارې پر وړاندې غبرګونونه او اندېښنې ډېرې دي، چې ایران يي په سر، سر کې راځي.

خو ښاغلي کرزي پخپله وینا کې وویل، چې ایران له امریکا سره د مخالفتونو سره سره خپلو گاونډيو هېوادونو ته ډاډگيرنه ورکړه چې افغانستان به هېځکله د هېڅ هېواد له خوا د نورو هېوادونو پر ضد و نه کارېږي:

''د افغانستان د ملي کټو یوه بله مهمه برخه، چې بهرنۍ ده، هغه له خپلو ګاوڼدیانو سره د نیکو اړیکو درلودل دي. په داسې حال کې، چې له امریکا او لوېدیځ سره ملګرتیا لاسلیکوو، دوستي ورسره کوو، نو له چین سره هم دوستي لرو او دوام ورکوو.

له روسیې سره هم دوستي لرو او ادامه ورکوو. ایران او پاکستان خو زموږ ګاونډیان دي، د زړه ملګري مو دي، دوستان مو دي، په هره بیه، چې وي ملګرتیاته یې دوام ورکوو. او ګاونډیانو ته ډاډه ورکوم، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارول کېږي.''

د دوديزې لويې جرگې پر لومړۍ ورځ د جرگې مشر، مرستيالان او منشيان وټاکل شول چې تر ډېره يې د ځينو نيوکه کوونکو نيوکې يې هم له ځانه سره لرلې ، دغو نويکه کونکو ويل چې د جرگې د مشرتابه لپاره په ازاده او ډيموکراتيکه توگه ټاکنې و نه شوې چې د دوى په خبره دا د جرگې له ټولو دودونو سره ښکاره سرغړونه هم وه .

Image caption د کمېسیونونه پرېکړې به د شنبې پر ورځ اعلانېږي.

د جرګې مشر صبغت الله مجددي له استازو وغوښتل، چې د هېواد په دغې مهمه پرېکړه کې فعاله برخه واخلي:

''موږ د دې لپاره راغلي یو، چې د مشر لپاره خدمت وکړی شو، نظريې وړاندې کړی شو، سلا مشورې ورکړو، چې د افغانستان د خیر لپاره وي، له تاسو مې غوښتنه دا ده، چې خپل نیت او زړونه پاک کړو.'' د جرګې د دغو کمېټو بحثونه به نن او سبا روان وي، خو د ټاکل شوې اجنډا له مخې د دغو کمېټو د بحثونو پایلې به د شنبې په ورځ اعلان شي.

ورته مطالب