سروې: ۳۵٪ افغانان وايي حکومت په ناسم لوري روان دی

ايشيا فونډېشن
Image caption دغه نظرپوښتنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۶۰۰۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده.

د ایشیا فونډېشن له خوا د ترسره شوې سږنۍ سروې پايلې ښيي چې ۳۵ سلنه افغانان په دې نظر دي، چې افغان حکومت په ناسم لوري روان دی. دا سروې د تېر کال په پرتله ۸ سلنه ډېروالی ښيي.

ایشیا فونډېشن دغه نظر پوښتتنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو سره د مرکو پربنسټ ترسره کړې ده.

په نظر پوښتنه کې له افغان حکومت څخه د ناخوښی لامل ناامني او اداري فساد ښودل شوی دی.

د دې موخه په افغانستان کې پالیسي جوړوونکو، مشرانو او عالمانو ته کره علمي معلومات وړاندې کول دي، چې د هېواد په اړه په مهمو غونډو کې يې ستونزو او نیمګړتیاو ته پاملرنه وشي.

د ایشیا فوندېشن په نظرپوښتنه کې، چې د روان ميلادي کال په جولای او اګست مياشتو کې شوې، له خلکو نه د امنیت، روغې جوړې ، اقتصاد، پرمختیا، حکومتوالي، سیاسي ګډون، عدلي او قضايي سیستمونو، ښځه په ټولنه کې او د اداري فساد په اړه پوښتل شوي دي.

دغه نظرپوښتنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د شا وخوا ۶۰۰۰ کسانو د بېلابېلو ډلو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده.

نظر پوښتنه ښيي، چې ۴۶ سلنه پوښتل شوي افغانان وايي، افغان حکومت په سم لوري روان دی، خو ۳۵ سلنه بیا په دې نظر دي، چې افغان حکومت په ناسم لوري روان دی.

د دغې نظر پوښتنې ترتيبوونکې نجلا ایوبي د نظر پوښتنې له مخې د ناخوښو کسانو لاملونه نا امني او اداري فساد په ګوته کوي:

"په دریو عمده برخو کې افغان حکومت ښې لاسته راوړنې درلودې، ښوونه او روزنه، د امنیت ټینګښت او د روغتیا په برخه کې، خو ۳۲ سلنه خلک په دې باور دي، چې حکومت د امنیت په ټینګښت کې بریالی نه و.

۲۵ سلنه خلک بیا داسې وايي، چې حکومت د اداري فساد په برخه کې او ۱۴ سلنه نور بیا وايي، چې حکومت د کاري فرصتونو په برخه کې بریالی نه و. دا هغه برخې دي، چې د خلکو نظرونه پکې پوښتل شوي، چې حکومت په کې بریالی نه و."

په دې نظر پوښتنه کې همدا ډول راغلي، چې د ۲۰۰۹ میلادي کال په پرتله د طالبانو پلویان نږدې نیم په نیم راښکته شوي دي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د طالبانو پلویان ۶۵ سلنه و، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې دغه سلنه ۴۰ وه او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۲۹ ته رالوېدلې ده.

د ایشیا فوندېشن د شوې نظر پوښتنې ترتيبوونکې نجلا ایوبي وايي، دوی دغه نظر پوښتنه ځکه د دودیزې لويې جرګې له جوړېدو یوه ورځ مخکې وړاندې کړه، چې چارواکي په دغه مهمه غونډه کې دا ټول مسایل مطرح کړي.

"موږ دغه نظرپوښتنه له جرګې یوه ورځ مخکې ځکه خپره کړه، چې د افغانستان خلک او د خلکو استازي، د جرګې دننه له دغې نظرپوښتنې څخه کار واخلي او په جرګه کې يي مطرح کړي.

زه ډاډه یمه چې دا به ډېره ګټوره وي، ځکه چې دوی هم وګوري، چې افغان دولت او نړېواله ټولنه په کومو برخو کې پاتې راغلي دي."

ځینې کتونکي وايي ښايي د دې نظر پوښتنې پایلې ناوخته افغان حکومت او رسنیو ته وړاندې شوې وي، ځکه افغان حکومت په دغه جرګه کې د بحث وړ موضوع ګانې له وخته مخکې ټاکلې دي.

ورته مطالب