د امنيتي مسووليت د سپارنې دويم پړاو په لويه جرگه کې اعلانيږي

کرزى کيميرون
Image caption افغان ولسمشر برتانوي لومړي وزير ته د لويې جرگې په باب معلومات ورکړل

ولسمشر حامد کرزي د سه شنبه په ورځ( د نومبر ١٥ ) د یوې ټیلیفونې اړیکې په ترڅ کې د بریتانیا له لومړي وزير دیوید کېميرون سره د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیک تړون لپاره د دودیزې مشورتي لویې جرګې او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د بهر په اړه خبرې وکړې.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي ښاغلي کرزي برتانوي لومړي وزير ته وويل:

" د افغانستان د ملت استازي خوشحاله دي چې د لومړي ځل لپاره په داسې یوه لویه جرګه کې ګډون کوي چې د نړۍ له یوه ستر هېواد سره د یو مهم ستراتیژیک تړون په اړه حکومت ته سلا مشوره ورکوي."

حامد کرزي ښاغلي کيميرون ته په خبرو کې زياته کړه :

"د افغانستان خلک غواړي د خپلو ملي ګټو په خوندیتوب سره د نړۍ له سترو هېوادونو سره په دې شرط ستراتیژیک تړونونه لاس لیک کړي چې د افغانستان ملي حاکمیت او نافذ قوانین یې مراعت او دغه تړونونه په هېواد کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي."

له نړیوالو ځواکونو څخه افغان سرتيرو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په باب په دغه تيلې فوني اړيکه کې ويل شوي چې د دغه بهیر دوهم پړاو به د چارشنبه په ورځ په دودیزه لویه جرګه کې اعلان شي.

د ارگ چارواکي وايي ولسمشر کرزي د افغانستان په اړه د دوهم بن د کنفرانس لپاره د نیول شوي چمتوالي په باب برتانوي لومړي وزير ته معلومات ورکړل او هغه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اوږد مهالې همکارۍ په لاره کې مهم کنفرانس وباله.

په دې تيلې فوني تماس کې دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند په باب هم خبرې وکړې، او ټینګار یې وکړ چې د همکاریو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

د یادونې وړ ده چې حامد کرزی او دیوید کېمېرون به د بن له کنفرانس وروسته په لندن کې له یو بل سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په باب به خبرې وکړي.

ورته مطالب