په افغانستان کې د لويو او دوديزو جرګو لنډ تاريخ

Image caption د طالب رژيم له پای ته رسېدو وروسته یوې لويې بېړنۍ جرګې حامد کرزی د هېواد منځمهالی ولسمشر و ټاکه.

افغانستان د جرګو اوږد تاریخ لري چې د هېواد د بیلا بیلو سیاسي او ټولنیزو ستونزو په هوارولو کې یې مهم رول لوبولی دی.

په افغانستان کې له تېرې څه باندې یوې پېړۍ راهيسې شاوخوا لس لويې او دودیزې جرګې جوړې شوې دي.

کابل یو وارې بیا د یوې بلې لويي عنعنوي او مشورتي جرګې کوربه دی.

دا په تېرو شاوخوا لسو ګلونو کې څلورمه جرګه ده، چې د هېواد د مشرانو د ټاکلو، اساسي قانون او بهرنۍ نړۍ سره د اوږد مهاله اړیکو د جوړولو او داسې نورو سیاسي او ټولنیزو مسایلو په تړاوو جوړیږي.

د طالب رژيم له پای ته رسېدو وروسته یوې لويې بېړنۍ جرګې حامد کرزی د هېواد منځمهالی ولسمشر و ټاکه.

د ۲۰۰۲ کال د دغې اضطراري جرګې مشر اسماعیل قاسمیار په دې باور دی چې له دغې جرګې وروسته کابل په ډیپلوماتیک او سیاسي ډول یو وارې بیا له بهرنۍ نړۍ سره وتړل شو.

"باید دا ووایو چې د لویو جرګو غړو په خپلو ازادو رایو سره د ولسمشر ټاکلو ته مشروعیت ورکړ او په دې ډول نړیوالې ټولنې بیا له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړې."

له دې يو کال وروسته یوې بلې لويې جرګې د افغانستان اساسي قانون جوړ کړ،او په دې ډول دغه هېواد له طالب نظام را وروسته د یو رژیم او اساسي قانون خاوند شو او له بهرنۍ نړۍ سره یې یو وارې سیاسي او ډیپلوماتیک روابط ټینګ کړل.

په دغو دوو جرګو پسې دوه نورې لويې دودیزې جرګې هم وشوې چې یوه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې ګډه جرګه او بله یې د سولې مشورتي جرګه وه چې د دواړو هدف تر ډېره له طالبانو سره د سولې د خبرو د هڅو پیلول او په هېواد کې دامنیت ټینګول ول.

د ځېنو سیاسي چارو د پوهانو په باور د دغو دوو وروستیو جرګو پریکړې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوې او څنګه چې تمه کېدله د دوی په خبره هومره پام وړ پایله او لاس ته راوړنه یې نه لرله.

د دغو جرګو د پرېکړو خلاف، طالبانو له افغان حکومت سره هرډول خبرې رد کړې او ان په دغه لړ کې د سولې مشر افغان مرکچې برهان دین رباني هم ووژل شو.

د سیاسي چاروو کارپوه جاوید کوهستانی وايي دغو دوو وروستیو جرګو پرته له دې چې افغان حکومت نړیوالو ته کمزوری ور وپېژاند بله لاس ته راوړنه يې نه لرله:

"د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې ګډې جرګې او دغه راز د سولې مشورتي جرګې د پام وړ لاسته راوړنې نه لرلې، او همدغسې بي پایلې پای ته ورسیدې."

خو ځېنې نور کارپوهان بیا په دې باور دي چې د یادوو شويو دوو وروستیو جرګو د پرېکړو د عملي کولو هڅې وشوې خو دا د هېواد روان حالات دي چې د جرګو پرېکړې عملي کیدو ته نه پرېږدي.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال:

"د سولې د مشورتې جرګې پایلې د یوې اوږدې پروسې طرحه کول و چې په نتیجه کې یې د سولې عالي شورا رامنځ ته شوه او بیلا بیل پړاوونه تعریف شول، خو زه فکر کوم چې دهېواد سیاسي او امنیتي حالاتو پرېنښودل چې د جرګې پرېکړې عملي شي.

د دغې پروسې مدیریت هم نیمګړی و ځکه زما په فکر د هغې جرګې لاس ته راوړنې په نیمه لار کې پاتې شوې."

افغانستان د جرګو او مرکو کور بلل کیږي چې د تاریخپوهانو له انده له دغه اړخه پنځه زره کلن تاریخ لري، چې یوازې په شلمې پېړۍ کې یې شاوخوا لس لويي او عنعنوي جرګې کړي چې د هېواد پر مهمو سیاسي او ټولنیزو موضوعګانو یې پرېکړې کړې دي.

د شلمې پېړۍ په نیمايي کې دوو لویو جرګو په ظاهرشاهي پېر کې د ډیموکراسۍ قانون جوړ او له هغې وروسته د جمهوریت لويې جرګې سردار محمد داود خان جمهور ریس و ټاکه.

د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي رژیم هم د اساسي قانون د جوړولو لپاره لویه جرګه ور بللې وه.

خو تر یادوو شوو جرګو ور اخوا په ملي کچه یو شمېر نورې جرګې هم شوې چې تاریخپوه حبیب الله رفیع یې را په ګوته کوي:

"په۱۳۰۱ کال کې د افغانستان د لومړني اساسي قانون د جوړېدو، په ۱۳۰۳ کال او ۱۳۰۷ کې د اساسي قانون د بیا کتنې لويي جرګې شوي دي، دا په اماني دوره کې وې.

په ۱۳۰۹ کال کې نادر خان د اساسي قانون لویه جرګه جوړه کړه، په ۱۳۳۲ د افغانستان د نظامي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره لويې جرګې فیصله کړې چې د پښتونستان موضوع په کې وڅېړې.

د رباني په وخت کې د حل عقد په نامه یوه جرګه جوړه شوه چې البته لویه جرګه نه وه، خو بیا هم هغه خلا یې پرې ډګه کړه."

په افغانستان کې د لویو او دودیزو جرګو اصلي هدف په هېوادنیو او سترو موضوعګانو کې د ولسي نظر او پریکړو شریکول بلل کیږي.

لويې او دودیزې جرګې د افغانستان د ملي او سترو مسایلو د څېړلو او دغه راز دا ډول نورو ستونزو ته د حل لارو چارو د موندلو ښه سرچېنه بلل کیږي.

ورته مطالب