دوديزه لويه جرګه پيل شوه

Image caption په جرګه کې د بهرنيو دپلوماتانو په ګډون څه باندې ۲۰۰۰ کسان ګډون کوي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو په کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

په پلازمېنه کابل کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې جوړه شوې دوديزه لويه جرګه پېل شوه. افغان ولسمشر حامد کرزی همدا اوس دوديزې لويې جرګې ته پرانستونکې وينا کوي.

جرګې ته له ګاونډيو او بهرنيو هېوادونو نه هم د سلګونو زرو افغان کډوالو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د جرګې تنظيموونکي وايي په جرګه کې ګډون کوونکي مېلمانه اوس ټول کابل ته ور رسېدلي دي او د لويې جرګې کيږدۍ ته رسېدلي دي.

په جرګه کې د بهرنيو دپلوماتانو په ګډون څه باندې ۲۰۰۰ کسان ګډون کوي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو په کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

پرته له دې د تغير او امېد په نوم ايتلاف هم له دغې جرګې سره پرېکون کړی او دا يې ناقانونه بللې ده.

د دغې جرګې د رابللو لويه موخه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر سر بحثونه او د سولې او پخلاينې لپاره د يوه نوي مېکانېزم وړاندې کول ښوول شوې دي.

څو مياشتې وړاندې ځينو امريکايي چارواکو او ورپسې لوړپوړو افغان چارواکو وويل چې امريکا غواړي له افغانستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.

د دغه تړون په اړه پخپله افغانان سره وېشلي نظرونه لري، ځينې يې د افغانستان په ګټه او ځينې نور يې د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په زيان بولي.

وسله والو طالبانو دا ډول جرګې په يوه مخ رد کړي او د دغې جرګې د ګډوډولو ګواښ يې کړی دی.

افغان حکومت د وسله والو طالبانو د دغه ګواښ د بې نتيجې کولو لپاره کابل ته د ورغلو لارو امنيت سخت ټينګ کړی او په کابل کې يې په زرګونو سرتېري او پوليس ځای پر ځای کړي دي.

د جرګې سيمې ته ورغلې ټولې لارې په يوه مخ تړل شوي او پوليس په ښار کې هر ځای موټر او خلک تلاشي کوي.

ورته مطالب