کرزي امريکا ته د پوځي تاسيساتو د ورکړې شرايط په ډاګه کړل

Image caption دودېزې لويې جرګې ته کابو ۲۰۰۰ کسه له بهر او ولايتونو نه ور بلل شوي وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي د دودېزې لويې جرګې د پرانستونکې وينا پر مهال کابو ۲۰۰۰ استازو ته وويل چې امريکا غواړي زموږ له پوځي تاسيساتو ګټه واخلي.

ولسمشر وويل افغانستان په هغه شرط امريکا ته د دغو پوځي تسهيلاتو ورکولو ته غاړه ږدي چې د افغانستان ملي ګټې او ملي حاکميت په کې خوندي وي.

ده د دغو شرطونو په لړ کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د شپې د چاپو، د خلکو د کورنو د تلاشي کولو او له حکومتي ادارو سره د نورو موازي ادارو ختمول ياد کړل.

حامد کرزي دغه راز وويل د افغانستان او امريکا ترمنځ رابطه بايد د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه وي.

ده وويل دغه تسهيلات چې اشاره يې ظاهرآ پوځي تاسيساتو ته وه پر افغانستان او سيمه اغېز لري او په دې لړ کې ده ګاونډيانو او د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې په هېڅ ډول به د افغانستان خاوره د دوی پر ضد ونه کارول شي.

ولسمشر کرزي شرايط په ډاگه کړل

ولسمشر په ټينګار سره وويل په هره بيه چې وي موږ به له چين، روس، پاکستان ايران او د سيمې له نورو هېوادونو سره په خپلواکه توګه اړېکې ساتو.

خو ده په ټوله کې دا پرېکړه د جرګه والو په غاړه ور واچوله چې خپل راتلونکی برخليک په خپله وټاکي.

ولسمشر کرزي وويل نړۍ په افغانستان کې خپلې ګټې لري او افغانستان بايد د دوی په ګټو کې خپلې ګټې ولټوي.

ده زياته کړه افغانستان له امريکا او لوېديځ سره په مشروط ډول ستراتيژيک تړون ته چمتو دی.

ده وويل چې له امريکا، اروپايي ټولنې، برتانيې، فرانسې او نورو هېوادونو سره ستراتيژيک تړون د افغانستان د راتلونکي ثبات او اقتصاد په ګټه دی.

افغان ولسمشر له طالبانو سره د خبرو په برخه کې مشوره وغوښته

حامد کرزي د دوديزې لويې جرگې له گډونوالو وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې مشوره ورکړي.

دوى د برهان الدين رباني وژنه يو وار بيا ياده کړه او ويې ويل د سولې د عالي شورا د مشر په وژلو پر هغو خلکو باور ټکنى شوى چې د سولې په پلمه راځي او وژنه کوي.

صبغت الله مجددي

د انځور حقوق AP
Image caption حامد کرزي د دوديزې لويې جرگې له گډونوالو وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې مشوره ورکړي.

پخوانی ولسمشر او جهادي شخصيت صبغت الله مجددي د دودېزې لويې جرګې مشر وټاکل شو.

د لويې جرگې لپاره د بي بي سي ځانگړې غرمنۍ خپرونه

د حج او اوقافو پخوانی وزير نعمت الله شهراني او د ولسي جرګې پخوانی غړی عارف نورزی يې د مرستيالانو په توګه وټاکل شول.

د دغې جرګې ويانده صفيه صدیقي وټاکل شوه.

دغې جرګې ته له بهر نه او پخپله د افغانستان له ۳۴ ولايتونو نه کابو ۲۰۰۰ کسان ور بلل شوې دي.

ورته مطالب