جرگه د احمدزي له سترگو: د لومړۍ ورځې يادښتونه

ريس احمدزى
Image caption ريس احمدزى وايي د ا يې د ژوند يوه تاريخي ورځ وه

لويې جرگې کې د برخه وال په توگه زما د نوم په ثبتېدلو خوښ شوم. زۀ يې د لوبغاړو له ډلې انتخاب کړى وم. تېره شپه مې ډير خوب ونه کړ. اندېښنو په سر اخيستى وم. زۀ کله په جرگو کې نه وم ناست، ما ويل څرنگه به وي. د امنيت خبره هم وه خو خداى شته هغې خبرې ته مې ډير نه و پام شوي. ما د ولسي جرگې غونډې په تلويزيون ليدلې وې، فکر مې کاوۀ چې دا د جرگې غړي او غونډې به هم هغسې وي.

تر نورو کله د وخته پاڅيدم.ښه خبره دا وه چې له يوۀ وزير سره مخامخ شوم. د هغه په موټر کې د جرگې تر تالاره لاړم. ځاى په ځاى مې ليدل چې پوليس تلاشي کوي خو زۀ چا تلاشي نه کړم. خيمې ته تر ننوتلو وړاندې ما فکر کاوۀ چې يو له لومړنيو کسانو به يم خو که گورم ترما مخته لا پنځه شپږ سوه کسه ناست وو.

کارډ

د جرگې تالار ښه راباندې ولگيد. ښې څوکۍ يې وې، خيمه يې ډيره ښه ډيزاين کړې وه.

د هر جرگه وال په سينه کارډ ځوړند و. په کارډ د هر کس نوم ليکلى و. زۀ چې چيرته کښېناستم نژدې راته کليوال قومي مشران راسره ناست وو. د يو بل سينو ته مو کتل چې نومونه يې ولولو. گاونډيو مې وپېژندلم چې د کريکټ مخکينى لوبغاړى يم. په مينه مو روغبړ وکړ.

ملي سرود ته چې ودريدم په ويسټ انډيز کې مې د نړيوالو کريکټ سياليو ورځې رايادې شوې چې د ملي سرود د خپريدلو پر وخت مې ډير ځان بختور بللى و. دې حالت هم ډير خوند راکړ. د مثبت غرور احساس مې وکړ.

د ولسمشر کرزي وينا مې ښه په دقت واوريده. د جرگې د مراسمو تر پيل وړاندې شاوخوا راته ناستو کسانو ويل چې حامد کرزى د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره ډير موزون او مناسب مشر دى.

احساساتي مشران

وينا يې ښه وه. کله چې يې افغانان زمري وبلل نه يوازې ماته بلکې ټولو ته يې خوند ورکړ. خو ولسمشر کرزى لکه چې احساساتي شو، په بيا بيا يې د " شير" خبره وکړه، هغه خوند يې ورک کړ. ماته يې پخپله هغه برخه پيکه ښکاره شوه چې وطن يې له ځنگل سره تشبيه کړ.

د ښاغلي کرزي له وينا وروسته د حضرت مجددي وينا وه. هغه هم راته احساساتي ښکاره شو. ما ويل د جرگې ريس دى، د سولې د جرگې ريس بايد پراخه سينه ولري. د جرگې برخه وال د حضرت صاحب په دې کار خوښ نه ول چې د ځان لپاره يې منشيان وټاکل. موږ ويل دا کار بايد د جرگې غړي وکړي. رايه ورکړي خو داسې ونه شول.

تاريخي ورځ

وروسته په لسگونو کميسيونونه جوړ شول. هر کميسيون ته يې يو نمبر ورکړ. زۀ په اتم نمبر کميسيون کې راغلم. زما وړانديز دا و چې د ريس او د هغه د مرستيال ټاکلو ته بايد په پټه رايه واچول شي. خو نورو ملگرو راسره ونه منله. لاسونه پورته شول او داسې مشر مو وټاکۀ چې په دواړو ژبو هم نه پوهيد.

سبا به د کار خبرې پيليږي. نن ورځ زما د ژوند يوه تاريخي ورځ وه. د افغانستان د راتلونکي په باب خبرو کې ما ته هم يوه کوچنۍ برخه راکړل شوې ده. خداى دې د څه کولو وس راکړي چې راتلونکي نسلونه مو دعاگو پاتې شي.

ورته مطالب