په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوځی: هنري ادبي مجله

په دې پیلوځي کې اورو چې له ماشوم سره په کم عمر کې د کتاب لوستل څه ګټې لري. په افغانستان کې دماشوم لپاره کتابونو ته هم پام کیږي؟ او د کونړ د ادبي بهیرپه بهیر مو خبروو.

که له وړوکوالي له ماشوم سره کتاب ووایو دا به ورته په راتلونکی کې ډېره ګټه ورسوي او ذهن به یې وده وکړي. دا دهغې څیړنې پایلې دي چې د اقتصادي همکارۍ او ودې یوې څیړونکې ټولنې پر مخ ودې هیوادونو کې ترسره کړې ده. څیړنه وایی چې هغه ماشومان چې میندې اوپلرونه یې په لومړیو کلونو کې ورسره کتابونه لولي وروسته تکړه او هوښیار وي.

په لسو هیوادونو کې تر سره شوې څیړنې ښوولې هغه ماشومان چې کتابونه ورسره لوستل شوي د هغو په پرتله چې نه و ورسره لوستل شوي په ټولګي کې شپږ میاشتې مخکې وو.

په ځینو هیوادونو کې دا کچه تر یوه کاله مخکې والی ښيي. پلټنه دا هم وایی چې که میندې او پلرونه لوستي هم نه وي خو خپل ماشومان کتاب لوستلو ته وهڅوي ښه اغیز پریباسي. له ماشومانو سره ډوډۍ خوړل، له هغو سره خبرې کول او په مسلو کې دهغو ورګډول هم دهغو د ذهنی ودې لپاره ګټور دي.

په افغانستان کې د ماشوم لپاره کتابونه کم چاپيږي او پدې برخه کې هغو ته کمه پاملرنه کیږي. یوه خپروندویه ټولنه چې پدې برخه کې زیات کارکوي د مصور خپرندوی بنسټ دی چې ۴ کاله وړاندې یې په کار پیل وکړ اوموخه یې په پښتو ژبه د ماشوم د ادبیاتو لپاره هڅې وې.

مصور خپرندوی بنسټ

ټولنې تراوسه ۳۶ کتابونه چاپ کړي چې هر جلد یې ۱۰۰۰ ټوکه دی. بنسټ دوه کاله پخوا د ماشوم د ادبیاتو په اړه یو علمي سیمنار هم جوړ کړ. دوی د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې یوه مجله هم چاپ کړه چې اکاډمیکه ده او د ټولنې د مسولینو په وینا په سیمه کې بې سارې ده. ټولنه په پام کې لري چې یوه میاشت وروسته د ګویټې انستیوت سره په همکارۍ د ماشومانو د کتابونو یو نندارتون هم جوړکړي. د مصور خپروندوی بنسټ هغه لیکوال چې د ماشومانو لپاره کتابونه لیکي په ستاینلیکونو نازولي دي. تېرکال میرمن اناهیتا روحي ته یو داسې ستاینلیک ورکړل شو.

د دې بنسټ د ښوونیزې کمیټې له مشر، شاعر اجمل تورمان سره په دې اړه مرکه لرو.

له یوې خوستۍ میمنې هم اورو چې نوې ښوونځي ته تللې ده او په کور کې ورسره مور اوپلار کتابونه لولي اوکنه؟

د ماشومانو لپاره د کتابونو او له هغو سره د دغو کتابونو د لوستلو د موضوع په اړه د پیلوځي ادبي بانډار هم لرو چې ګډونوال یې د کابل پوهنتون استاد اسدالله غظنفر او په لندن کې ښوونکي فایق خان یوسفزي دي.

په کونړ کې د شعر او لنډو کيسو د کره کتنې او ارزونې مينه وال دومره ليواله وو چې د اختر په ورځو هم بهير ته ورغلي وو، د دغې هڅې پيلونکي وايي د څو پر له پسې ناستو په ترڅ کې ورته جوته شوه چې تر پخوا د ډيرو ليکنې اوس ښې شوې دي، د بهير پيلونکي وايي کله به هم له دغه لوېې ښيګڼې لاس په سر نشي.