دوه نیم میلیونه افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي

ماشومان د انځور حقوق Getty
Image caption د ژمې په رارسېدو سره د بې وزله افغانانو ستونزې یو پر دوه زیاتېږي.

مرستندویې ټولنې خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د سخت ژمي په را رسېدو سره ډېر ماشومان د خوړو له کمښت، ناروغیو اوخوارځواکۍ سره مخامخ کېدلی شي.

د ''اکسفام'' او ''سېف ده چیلدرن'' یا ''ماشومان وساتئ'' ټولنې وایي څه د پاسه دوه نیم میلیونه افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او چا ورته د مرستو ترتیبات نه دي نیولي.

د دغومرستندویو ادارو لویه اندېښنه داده چې په افغانستان کې د سخت ژمي په را رسېدو سره ماشومان د خوړو له کمښت او ناروغیو سره مخامخ کېدلی شي.

د اکسفام او سېف د چېلدرن ټولنې وایي څه د پاسه دوه نیم میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او دا په داسې حال کې ده چې سخت ژمي را روان دی او لرې پرتو سیمو ته د واورو تر وریدو مخکې باید خوراکي توکي ور ورسېږي.

بل لورته د کال په پیل کې د کم اورښت له کبله د افغانستان له ۳۴ ولایتونو نه په ۱۴ هغو کې وچکالي وه نوځکه د بزګرانو کښتونه له منځه تللي او د خوراک لپاره څه نه لري.

په افغانستان کې د ''سېف ده چیلدرن'' د ټولنې د اړیکو د څانګې مشر متس لیګنېل وایي: ''اوس په افغانستان کې تر ۲ میلیونو زیات کسان د خوړوله کمښت سره مخامخ دي. د ژمي په رارسېدو سره دا وضعه نوره هم خرابېږي، زه څو ورځې مخکې بامیانو ته تللی وم هلته مې داسې کورنۍ ولیدلې چې همدا اوس پوره خواړه نه لري. ستونزه داده چې تر وچکالۍ وروسته او د ژمي په رارسیدو سره به ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي او نا روغۍ به ورته پیدا شي، همدا زموږ د اندېښنې سبب ګرځي.''

۱۰۰٪ وچکالي

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې سل په سلو کې کښتونه او حاصلات وچکالۍ ځپلي او د خوراکي توکو بیې دوه برابره ختلې دي.

د افغانستان شمالي، شمال ختیځې اوشمال لویدیځې سیمې ترنورو زیاتې زیانمنې شوې دي. په شمال کې د کندوز د خان آباد اوسېدونکی فقیر محمد همدا ستونزې په ګوته کوي او په ژمي کې د خپلو ماشومانو په اړه اندېښمن دی.

مرستندویې ټولنې دا اندېښنه هم څرګندوي چې د ژمې په را رسېدو سره به لرې پرتو سیمو غرنیو سیمو ته د مرستو رسول ناشونې شي ځکه چې څو اوونۍ وروسته به دغه سیمې په واورو پټې شي.

د اکسفام او سیف د چیلدرن د مرستندویو ادارو د دغو اندیښنو په ځواب کې مو په افغانستان کې له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې له مرستیال محمد اسلم سیاس وپوښت.

ښاغلی سیاس ستونزې مني خو د هغو د حل په لاره کې د دوی د ادارې اوکرنې وزارت له خوا اخیستل شوي ګامونه هم یادوي.

خو له دې سره سره مرستندویې ټولنې له وچکالي ځپلو او له ا حتمالي واورې او ژمي ځپلو سره د بېړنۍ مرستې د تدبیرونو په نیولو ټینګار کوي اوزیاتوي چې باید په را راوانو څو اوونیو کې اړمنو ماشومانو ته خواړه، د څښاک پاکې اوبه او درمل ورسیږي.

ورته مطالب