جرګه د احمدزي له سترګو: د درېیمې ورځې يادښتونه

رییس احمدزی
Image caption زۀ نن هم په داسې کسانو پسې گرځېدم چې سياستوال نه دي.

تېره شپه مې په کور کې د کريکټ د ملي لوبډلې ځينې لوبغاړي ميلمانۀ وو. د نور کله خلاف مو مجلس ټول په لويه جرگه وو. لويه جرگه څرنگه روانه ده؟ څه پکې کيږي؟ څه به ترې راووځي که نه؟ ټولو پوښتنو ته يې ځواب نه لرم خو ورته ويل مې چې ورو ورو مې اميد زياتيږي.

نيمه شپه وه چې ويده شوم. سهار لږ ناوخته راپاڅيدم. د جمعې په ورځو کار نه شم کولى. حتى د کريکټ لوبه به هم د جمعې په ورځ زما لپاره ښه نه وه. ماته د جمعې ورځ د ارام ورځ ده. خو نن د لويې جرگې خبره وه. د جرگې لپاره په خوښۍ رهي شوم.

بيا هم له يوۀ وزير صاحب سره ملگرى وم. خو نن تلاشي ډيره زياته وه. حتى د وزير موټر يې دننه نه پرېښود. په پښو تر يوۀ ځايه لاړم. تلاشي شوم.

کامره راسره نه وه خو له خولۍ او واسکټه رانيولې تر ټولو جامو پورې يې ښه تلاشي کړم. د جرگې غړو نن هم په تلاشيو خبرې کولې. ځينې خوښ وو چې ښه کار کيږي ځينې نور بيا گيله من وو ويل يې چې له ټولو غړو سره يو ډول چلند نه کيږي.

دوى ويل بايد ولسمشر هم تلاشي شي. وزيران هم تلاشي شي.

۳۹ کمېټه

د ٣٩ کمېټې خبره هم کيدله. ځينو ورته خندل چې ٣٩ کمېټه کې نه کښيني. ماته خپله دا ټکى هيڅ مانا نه لري خو هغه د خلکو خبره چې څومره خولې هغومره خبرې.

زۀ نن هم په داسې کسانو پسې گرځيدم چې سياستوال نه دي. زما په خيال سياستوال چاته د زړۀ خبره نه کوي. په هر څه کې سياست کوي. عام خلک د زړۀ نظر درسره شريکوي.

د کوچينانو يو پخوانى جهادي قومندان راسره ناست و. قومندان چمن نوميږي هغه ويل ټول عمر يې په جنگ تير شوى دى نور يې د جنگ له نوم نه هم بد راځي.

د باميانو له ولايت نه د کوچيانو يو بل استازى عبدالکريم نوميدۀ. دۀ راته په کوچيانۍ پښتو ويل چې حکومت ورسره د مور او ميرى چلند کوي. د دۀ اصطلاح وه چې کابل د غرۀ او سمې خلکو ته په يوه سترگه نه گوري. عبدالکريم ويل موږ ښوونځى غواړو، کور غواړو خو حکومت راسره پردى چلند کوي.

د تخار ولايت يوه ځوانه نجلۍ مې هم وغږوله . دلارام نوميده، گومان مې نه شي چې له ٢٢ يا ٢٣ کالو دې په عمر زياته وه. هغې ويل تر هغو بايد امريکاييان دلته وي چې موږ د گاونډيانو د زور مقابله پخپله ونه کړاى شو.

د کمېټې په نننۍ غونډه کې اوله برخه د پرونيو خبرو په اړه خبرې وې. پرون چې مو څه ويلي وو هغه يې په کاغذ ليکلې وې، راته ويې لوستلې او ويې ويل چې سمې بيان شوي که نه. دوه ساعته پرې بحث وشو.

زموږ د غونډې دويمه برخه له طالبانو سره د سولې موضوع وه. اول نوبت ماته راغى چې خبرې وکړم. خداى شته وارخطا شوم. تيار نه وم. خو بسم الله مې وکړه.

تېر په هېر

ما ورته وويل تير بايد هير کړو. خو د سولې د چارو لپاره بايد داسې کسان وټاکو چې له هيچا سره مشکل ونه لري. نه يې له چا سره جنگ کړى وي نه يې له چا سره وينه بهولې وي.

نه يې پاکستان او ايران خپل دښمن وبولي او نه يې په کور دننه خلک د مفسد او غلۀ په نامۀ تورن کړي. زما مطلب دا و چې يو دريمگړى بايد پيدا شي. داسې سړى چې طالبانو ورسره پخوا ډزې نه وي کړي.

نورو بيا ويل چې له داسې چا سره بايد سوله ونه شي چې په قتلونو کې يې لاس لرلى وي. يو چا ورته وويل داسې خلک خو په اوسني دولت کې هم شايد وي.

په ټوله کې نظر دا و چې په نوي فکر او نوي طرز بايد سولې ته ورمخته شو.

د سبا ورځ مو شايد وروستۍ وي. اجندا يې لا معلومه نه ده خو شايد په نننيو خبرو به اول بحث کوو. زۀ به هم نن شپه پرې سوچ کوم. احساسات که مو کابو کړل، خپل او خپلوان مو ونه پالل شايد يو څه وکړو .

ورته مطالب