د سولې جرګه له طالبانو سره د میکانیزم پر څرنګوالي وغږېده

دودیزه لویه جرګه د انځور حقوق Reuters
Image caption د جرګې برخه وال وایي په ننیو بحثونو کې د سولې پر اوسني میکانیزم د نیوکو تر څنګه پخپله د سولې د عالي کمیسون پر ترکیب هم نیوکې وشوې.

پلازمېنې کابل ته په بلل شوې لویه جرګه نن (جمعه) له طالبانو سره د سولې د بهیر د څرنګوالي پر ارزولو خبرې وشوې.

د افغانستان د سولې عالي کمیسیون وار له مخه د جرګې استازو ته د خپل یو کلن کار رپوټ وړاندې کړی و او ورسره یې د جرګې له برخه والو د سولې د میکانیزم په اړه د هغوی نظر پوښتلی و.

د جرګې تنظیموونکي وایي له ګهیځ راهیسې په ټولو کمیټو کې پر همدې خبره تاوده بحثونه روان و او تمه ده چې د ۴۰ ګونو کمیټو د نطرونو یو ځای کول تر ناوخته دوام وکړي.

چارواکي دا هم وایي چې په ننیو بحثونو کې د سولې د اوسني میکانیزم د بدلیدو ګڼ وړاندیزونه شوي او ټينګار دا و چې خبرې دې یوازې د سیاسي دریځ له درلودونکو طالبانو سره وشي.

له وسله والو مخالفانو سره د سولې د میکانیزم د څرنګوالي ارزول کابل ته د بلل شوې مشورتي لوی جرګې د دریمې ورځې د بحثونو مهمه موضوع وه.

د جرګې د عامه اړیکو څانګه وایي په دې کې د سولې پر اوسني میکانیزم غور او ورسره د د دې خبرې وضاحت چې له چا سره خبرې وشي، په ۴۰ ګونو کمیټو کې د بحثونو د سر خبرې وې.

د جرګې ویاندې صفیه صدیقي د ورځې په وروستیو کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل حکومت ته د جرګې سپارښت دا و چې د سولې په اوسني میکانیزم کې دې بدلون راولي او یوازې له هغو طالبانو سره دې د خبرو لارې چارې ولټوي چې د ستونزې پر سیاسي حل باور لري:

اوسنی میکانیزم

''د سولې د عالي شورا د کمیسیون پر ترکیب نیوکې موجودې وې او خبرې پرې وشوې. خو کله چې د سولې اوسنی میکانیزم بدلیږي نو هرو مرو به د سولي د عالي کمیسون په اوسني ترکیب کې هم بدلون راځي. د سولې د کمیسیون چارواکو په دې برخه کې د بیلابیلو کمیټو له لورې شوي وړاندیزونه راټول کړي او باور دی چې د دغو وړاندیزونو په رڼا کې به د سولې د بهیر د مخ ته وړو لپاره یوه اغیزمنه تګلاره جوړه شي. ''

د جرګې برخه وال وایي په ننیو بحثونو کې د سولې پر اوسني میکانیزم د نیوکو تر څنګه پخپله د سولې د عالي کمیسیون پر ترکیب هم نیوکې وشوې.

اغلې صدیقي هم په خبري کنفرانس کې د دغو نیوکو پخلی وکړ او ویې ویل په دې برخه کې مخې ته شوې نیوکې او وړاندیزونه د سولې د عالي کمیسیون د استازو له لورې راټول شوي چې کیدی شي جزییات یې وروسته له خبریالانو سره شریک کړی شي.

د سولي د میکانیزم د څرنګوالي پر سر د جرګې د جمعې د ورځې په بحثونو کې یو بل وړاندیز دا و چې په افغانستان کې دې د سولې په راوستو کې پاکستان د یو طرف په حیث ورښکېل کړی شي.

ځینو وکیلانو بي بي سي ته وویل ، له دې اړخه د نړیوالې ټولنې له لورې پر پاکستان د فشار د راوستو وړاندیزونه هم شوي. پخپله افغان حکومت ته د جرګې د ځينو برخه والو وړاندیز دا هم و چې د تیر په څیر دې له له کمزوري نه بلکه له غښتلي دریځ نه له طالبانو سره د خبرو تګلاره جوړه کړي .

د انځور حقوق b
Image caption اغلې صدیقي هم په خبري کنفرانس کې د دغو نیوکو پخلی وکړ او ویې ویل په دې برخه کې مخې ته شوې نیوکې او وړاندیزونه د سولې د عالي کمیسیون د استازو له لورې راټول شوي چې کیدی شي جزییات یې وروسته له خبریالانو سره شریک کړی شي.

د جرګې د سمبالوونکو په وینا له نیوکو سره سره په ټوله کې روحیه دا وه چې له طالبانو سره د سولې خبرې مهمې دي او دا چې د افغانستان لانجه د جګړې له لارې نشي اوارېدای.

د جرګې سمبالوونکي دا هم وایي چې کارونه په ټوله کې له مهال ویش سره سم پر مخ روان دي او که چیرې د سولې د خبرو په اړه د مخې شویو وړاندیزونو د یو ځای کولو چاره نن بشپړه شي نو کیدی شي سبا د جرګې د کار وروستۍ ورځ وي.

خو ورسره دا هم وایي چې د جرګې د کار د احتمالي اوږدیدو په حالت کې دوی له وړاندې له تخنیکي او لوژیستیکي اړخه پوره چمتوالی لري.

ورته مطالب