غزني: ناټو په تېروتنه ۲ افغان پوليس وژلي

افغان پوليس
Image caption چارواکي وايي افغان پوليسو ته مرګ ژوبله په تېروتنه اووښتې ده.

د افغانستان د غزني ولايت چارواکي وايي د بهرنيو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال دوه افغان پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د غزني امنيه قومندان زړور زاهد وايي پېښه د بابا يار په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو او پوليسو ترمنځ د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې ده.

د ناټو هوايي ځواک هغه پوسته په نښه کړې چې ښاغلی زاهد وايي پوليس په کې وو.

دغې سيمې ته خبرېالان هم وروستل شوې دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د هوايي بريد له امله د پوليسو پوسته وېجاړه شوې، وسايل يې تيت پرک شوي او دغلته د وژل شويو او ټپي شويو پوليسو د وينو نښې هم لېدل کېدې.

ځايي چارواکي وايي ډزې د نښتې د دواړو غاړو له لوري شوي او مالومه نه ده چې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو ته هم زيان اووښتی، که نه.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان او ناټو ځواکونو ترمنځ دا ډول پوځي ټکر رامنځته کېږي.

تر دې وړاندې په همدې سيمه کې د يوه پوځي ټکر پر مهال يوولس افغان پوليس وژل شوي او ټپيان شوې دي.

ورته مطالب