ايمل فيضي: له برتانيا سره ستراتيژيک تړون لندن کې لاسليکيږي

لندن
Image caption د برتانيا او افغانستان تړون په لندن کې لاسليکيږي

افغان چارواکي وايي له برتانيا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون يې لاسليک ته چمتو دى او د دسمبر په مياشت کې به په لندن کې لاسليکيږي.

د ولسمشر د دفتر وياند ايمل فيضي په کابل کې د دوشنبه په ورځ ( د نومبر ۲۲) ورځپاڼه ليکونکو ته وويل چې له تيرو اوو مياشتو پر دغه تړون کار روان و.

ولسمشر حامد کرزى به د دسمبر په مياشت کې د بن له کانفرانس وروسته لندن ته سفر کوي او هورې به دغه تړون له برتانوي چارواکو سره لاسليکيږي.

د افغان چارواکو په وينا په دغه تفاهم لیک کې به د امنیتي ځواکونو د روزنې، په افغانستان کې د یوې نظامي عالي اکاډمۍ د جوړولو، اقتصادي همکاریو، د ظرفیتونو د لوړولو او د مالي نظام د پیاوړتیا موضوع ګانې شاملې وي.

افغانستان په دې وروستيو کې له هند سره هم د ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک کړى و.

کابل هيله لري چې له ځينو نورو هيوادونو سره هم دغه ډول تړونونه وکړي.

کابل په تيرو څو ورځو کې لويه جرگه وربلل وه چې له متحدو ايالاتو سره پر ستراتيژيک تړون خبرې وکړي او حکومت ته سلا مشورې ورکړي.

ولسمشر حامد کرزي لويې جرگې ته په وينا کې ويلي و چې له امريکا سره تړون يې په دې مهم دى چې د دۀ په وينا متحد ايالات خورا پياوړي او مهم دي او په همدې دليل بايد د جرگې غړي پرې بحث وکړي.

د چارواکو په وينا د دوشنبه په ورځ ښاغلي کرزي خپلو وزيرانو ته حکم کړى چې د افغانستان ټولې هغه ادارې چې د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون په اړه خبرې کوي، له دې وروسته دې د ستراتیژیک تړون په اړه خبرو کې د لويې جرګې مشورې خپل اساس وگڼي او د هغې په رڼا کې دې دغه بهیر پر مخ بوځي.

ورته مطالب