ناټو وايي شپني عملیات افغان ځواکونو ته سپاري

شپني عملیات
Image caption له تېرو څو کلونو راهیسې د بهرنیو ځواکونو د شپې لخوا په پوڅي عملیاتو کې ډېر ملکي وګړي وژل شوي.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي، چې دوی به د دودیزې لويې جرګې هغه غوښتنه ژر پلی کړي، چې د شپې لخوا د پوځي عملیاتو بهیر دې افغاني شي.

د نړیوالو ځواکونو د شپې لخوا په پوځي عملیاتو کې، چې ځینې وخت د افغان ځواکونو له همغږۍ پرته پخپل سر ترسره کېږي، د خلکو اندېښنې زیاتې کړي، چې د دغو عملیاتو د له منځه وړلو غوښتنه په دودیزه لويه جرګه کې هم وشوه.

ځينې وخت د نړیوالو ځواکونو لخوا خپل سري عملیات د دې لامل کېږي، چې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو ترمنځ اړيکي ترینګلي کړي.

د دودیزې لويې جرګې د مشوره لیک په شپږمه ماده کې راغلي، چې د شپې لخوا پوځي عملیات چې د بهرنیو ځواکونو لخوا کېږي، هرڅه ژر دې دغه بهیر افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارستین جاکوبسن له دوديزې لويې جرګې وروسته پخپله لومړنۍ غونډه کې وویل، دوی هڅه کوي، چې د دودیزې لويې جرګې دغه غوښتنه ژر تر زره پلي کړي:

د لویې جرګې غوښتنې

''په حقیقت کې له ۹۵ سلنې ډېر د شپې عملیات اوس له افغان ځواکونو سره په همغږی ترسره کیږي. دا چې افغان ځواکونه او په ځانګړي ډول ځانګړي افغان ځواکونه په چټک ډول پرمختګ کوي، نو د دودیزې لويې جرګې غوښتنې به ډېر ژر پوره کړي. موږ هڅه کوو، چې په نژدې راتلونکي کې د شپې لخوا عملیات افغانیزه کړو، هغسې چې لويې جرګې يي غوښتنه کړې، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو په لېږد سره به د شپې او نورو عملیاتو مسؤولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.'' دا لومړی ځل نه دی، چې د بهرنیو ځواکونو د شپې لخوا په پوځي عملیاتو نیوکې کېږي، تر دې مخکې هم په وار وار ورباندې نیوکې شوي، خو د ناټو ځواکونو تل ویلي، چې پوځي عملیات له افغان ځواکونو سره به ګډه ترسره کېږي.

خو دا لا روښانه نه ده، چې د دودیزې لویې جرګې دغه مشورې به تر کومه عملي بڼه غور کړي.

که څه هم دغه جرګه د امن په چاپېریال کې پای ته ورسېده، خو جنرال جاکوبسن وايي، د یوشمېر سیمه ییزو هېوادونو استخباراتي کړيو د دغې جرګې د ګډوډېدو هڅه کوله، خو ده په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم په ډاګه نه کړ.

''داسې ښکاره نښې نشته چې کوم مشخص ارګانونو په ډاګه کړي، خو موږ پوهېږو چې د هېواد او سیمې په کچه داسې دلچسپي وه چې شاید لویه جرګه بریالۍ نه شي.

لویې جرګې یو داسې لارښود رامخې ته کړ چې څرنګه کار مخته بوځي او د افغانستان ګاونډيانو ته دا تضمین ورکړي چې په دغه هېواد کې پوځي اډې به هېڅکله د ګاونډيو په زیان ونه کارول شي.''

تر دې مخکې د افغانستان د ملی امنیت ادارې هم ویلي و، چې د دودیزې لويې جرګې د ګډوډولو لپاره د سیمې یوشمېر هېوادونو استخباراتي کړيو لس ډلې ګومارلې وې، چې اته يي نیول شوي دي.

ورته مطالب