احتمالي تړون که د ګاونډيانو لپاره حساسه موضوع

احمدي نژاد د انځور حقوق b
Image caption احمدي نژاد: ''ستاسو هېواد د نړۍ په بله څنډه کې دی، دلته څه کوﺉ؟ دا یوه جدي پوښتنه ده. که غواړۍ ترهګر ونیسئ نود هغوي خلاف د مبارزې لاره دا نه ده. او که په سیمه کې نورهدفونه لرئ نو بیا خو پکار ده چې په نره یې د ویلو جرت یې هم ولرﺉ.''

تېره اوونۍ کابل ته بلل شوې لویه جرګه نژدې د رایو په اتفاق د کابل او واشنګټن تر مینځه د ستراتیژیکې ملګرتیا په جوړولو سلا شوه.

د جرګې د دغه اتفاق اصلي انګیزه د ګاونډیانو په پرله پسې مداخلو د افغانانو شکونه یادیږي.

خو ګاونډیان له خپل لورې په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله پوځي حضور په سیمه کې خپلو ګټو ته ګواښ بولي او د دې لپاره خپل خپل دلایل لري.

په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپي د دې اوونې په ځانګړي رپوټ کې همدغو اندېښنو ته کتنه کړې ده.

شک نشته چې د افغانستان او امریکا تر مینځه به د اوږد مهالې ملګرتیا د احتمالي تړون یا اعلامیې لاسلیک چې کابل ته وروستۍ بلل شوې لوی جرګې یې ملاتړ وکړ، د ټولې سیمې او په ځانګړې توګه د دوه ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران لپاره حساسه موضوع وي.

دغه دواړه هیوادونه په تېرو دریو لسیزو کې په افغانستان کې په خورا فعال ډول ښکېل پاتې شوي او ان تر ننه د افغانستان په کورنیو چارو کې د پرله پسې مداخلو تورونه ورپورې دي

بل خوا روسیه او چین له امریکا سره په سیالۍ کې د سیمې دوه نور ښکېل ځواکمن هېوادونه دي چې ښایي په افغانستان کې د امریکا پر اوږد مهاله پوځي حضور خوشاله نه وي.

افغان چارواکي هم په خپل وار د ګاونډیانو دغو حساسیتونو ته متوجه دي او ډاد ګیرنه یې دا ده چې خاوره به یې د ګاونډیانو خلاف نه کاریږي.

ولسمشر حامد کرزي د لوی جرګې د پای ته رسېدو پر مهال د خپلې وینا په سر سر کې خپلو ګاونډیانو ته د همدغه ډاډ د ورکړې هڅه وکړه:

''هم افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره همکاري غواړي او هم له نړۍ غواړي چې د افغانستان له خاورې به زموږ د ګاونډيانو پرضد کار نه کوي، تاوان به نه ور رسېږي، او له هم ګاونډيانو غواړي چې له افغانستان سره ښه چلند وکړي.''

پخپله امریکایي چارواکو او په دغه لړ کې په کابل کې د امریکا سفیر ریان کروکر هم څو ځله ډاډ ورکړی چې د کابل او واشنګټن تر مینځه د ستراتیژیکې ملګرتیا هدف د ګاونډیانو ګواښل نه بلکه د افغانستان له پایېدونکي کورني ثبات او پر مختګ سره مرسته ده.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د ملي دفاعي کالج پروفیسرعلي احمد جلالي هم په دې باور دی چې امریکا په سیمه کې څه نور هدفونه نه لري بلکې د تر شا د یوه ناکامه افغانستان د پرېښودو له بدنامۍ وېره لري او چې کله د افغانستان پر ثبات ډاډه شي نو بیا دغلته د پاتې کیدو هیڅ لیوالتیا نه لري:

''که چېرې افغانستان کې نسبي ثبات راشي او افغان قواوې د امنیت جوګه شي، نو امریکا دلته د پاتې کېدو دلچسپي نه لري، ان که راتلونکو پنځو کالو کې هم دا حالت راشي، دوی دلته د خپلو ځواکونو د کمولو چاره سنجوي. ''

ارګ ته د تګلارو په جوړولو کې اغېزمن چارواکی او د ولسمشر کرزي لوی امنیتي سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم له لویه سره په سیمه کې د ترهګرۍ له اړخه متوجه ننګونې د کابل او وشنګټن تر مینځه د ستراتیژیکې ملګرتیا د جوړېدو اصلي انګیزه بولي:

جدي ګواښ

''زه په دې نظر نه یم چې امریکا دلته پاتې کېدل غواړي، چې د چین، روسیې او د ایران د ګټو پرضد مجادله وکړي. په دې سیمه کې نړیوال ترهګر موجود دي، چې د واشنګټن دښمنان دي. او دا د امریکا د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.''

امریکا مېشتی افغان تاریخ پوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند حسن کاکړ هم تر یوه ځایه د ښاغلیو سپنتا او جلالي نظرونه مني، خو ورسره د امریکا لپاره د افغانستان د سیاسي جغرافیې ستراتیژیک اهمیت هم مهم بولي:

''له هر هېواد سره چې امریکا دا ډول تړون لاسلیک کړی، هلته یې خپل حضور په یو ډول نه یو ډول سره ساتلی دی. لکه په جرمني کې، لکه په جاپان یا کوریا کې.''

د سیمې د حالاتو یو بل امریکا مېشتی افغان څارونکی داکټر قیوم مومند د جغرافیوي اهمیت تر څنګه د افغانستان کاني زېرمې هم دلته د امریکا د اوږد مهاله حضور لپاره یوه انګیزه بولي.

Image caption تېره اوونۍ کابل ته بلل شوې لویه جرګه نژدې د رایو په اتفاق د کابل او واشنګټن تر مینځه د ستراتیژیکې ملګرتیا په جوړولو سلا شوه.

د رضا شاه راپرځېدل

خود نړیوالو چارو کارپوه او سویډن مېشتی افغان حمید عزیر په دې باور دی چې امریکا په ایران کې د رضا شاه له پرځېدو راهیسې په سیمه کې بیرته د پښې د اېښودو په لټه کې وه او دا چې اوس دغه موقع په لاس ورغلې:

''امریکا په ایران کې د پاچا له نسکورېدو راهیسې په سیمه کې پایګاه نه درلوده. دغه هدف ته د رسېدو لپاره یې د هند او پاکستان تر مینځه اختلاف ته هم تل د یوه فرصت په نطر کتل، خو بالاخره حالات پخپله یوه داسې لور ته ولاړل چې امریکا ته یې په سیمه کې د فعال حضور لاره پرانیسته.''

خو د کابل او واشنګټن تر مینځه له ستراتیژیکې ملګرتیا نه د افغانستان د ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان وېره په څه کې ده؟ بیا هم حمید اوویز !

''ایران او پاکستان په تېرو ۲۰ کلونو کې ځانونه په سیمه کې تر ټولو ځواکمن بلل، خو اوس له ځانه پورته یو داسې ځواک ویني چې هغوی په زنځیر تړلی او محدودولی شي. ښایي امریکا په دغو هیوادونو کې د رژیم یا حکومت د بدلولو نیت ونه لري خو د سیمې دننه محدویتونه خامخا پرې لګولی شي.''

که څه هم چې پاکستان تر اوسه په ښکاره توګه د کابل او واشنګټن ترمینځه د ستراتیژیکې ملګرتیا مخالفت نه دی کړی او ان په رسمي څرګندونو کې په دې هکله هر ډول پرېکړه د افغان حکومت او پارلمان واک بولي، خو سیاسي شنونکي نژدې په اتفاق سره په دې باور دي چې اسلام اباد د افغانستان او امریکا تر مینځه دا ډول ملګرتیا په سیمه کې د خپلو ګټو په وړاندې جدي ګواښ بولي.

د پاکستان د پوځ متقاعد افسر او د پوځي چارو کارپوه ډګروال سعد له همدې اړخه د پاکستان اندېښنې را اخلي او د بېلګې په توګه په ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونوپه برید کې د القاعده د مشر اسامه بن لادین د وژل کېدو یادونه کوي:

سوپر پاور

''هر هېواد غواړي چې د خپلو استخباراتي ارګانونو په مټ په هغو سیمو کې چې ګټې یې پکې خوندي وي، خپل نفوذ وساتي. تر هغه چې امریکایان موجود وي، د پاکستان د ګټو لپاره به یو خنډ وي. لکه ایبټ اباد کې چې کومه پېښه وشوه، که چېرې امریکا افغانستان کې نه وای، دا پېښه نه کېده. زما په باور پاکستان دا وېره لري، تر هغه پورې یې چې پر پوله یو سوپر پاور وي، د پاکستان لپاره به هغه ستونزې پیدا کوي. ''

پاکستانی ژورنالست سلیم ساپی بیا د پاکستان د پوځي چارواکو دا اندېښنې را اخلي چې وایي څو پورې امریکایان په افغانستان کې وي نو په پاکستان کې به هم ناکراري روانه وي:

''پاکستاني واکمن په تېره بیا د پاکستان پوځ په دې باوري دي، تر هغه چې امریکايي لښکر دلته وي، افغانستان کې د هغوی مقاومت نه ختمېږي، او اغېز یې پاکستان په ځانګړې توګه قبایلي سیمو او پښتونخوا منفي اغېز کوي. همدا ده چې پاکستاني واکمن او پوځ په ښه نظر نه ورته ګوري.''

خو ایران د پاکستان خلاف، تل په زغرده په افغانستان کې د امریکا له هر ډول پوځي حضور سره مخالفت څرګند کړی او شک یې دا دی چې پنتاګان ګواکې د ترهګرۍ خلاف جګړې په نوم په سیمه کې نورې موخې لري.

ان تر دې چې ولسمشر احمدي نژاد یو ځل په کابل کې د ارګ له ستیج نه په خورا ستغه او غوغا پاروونکې ژبه خپل دغه مخالفت څرګند کړ.

''ستاسو هېواد د نړۍ په بله څنډه کې دی، دلته څه کوﺉ؟ دا یوه جدي پوښتنه ده. که غواړۍ ترهګر ونیسئ نود هغوي خلاف د مبارزې لاره دا نه ده. او که په سیمه کې نورهدفونه لرئ نو بیا خو پکار ده چې په نره یې د ویلو جرت یې هم ولرﺉ.''

د پوځي چارو کاناډا میشتی ایراني کارپوه ډاکټر هوشنګ حسن یاري په افغانستان کې د امریکا د اوږد مهاله پوځي حضور له اړخه د ایران دغه اندېښنې د دغه هېواد له اتومي پروګرام سره د واشنګټن په مخالفت کې ویني:

''په ۱۹۹۷ یم کال کې له اسلامي انقتلاب راهیسې دواړه هېوادونه یو بل ته د دښمن په نظر ګوري. دې ته په کتو ایران په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور خپل اتومي پروګرام ته ګواښ بولي او فکر کوي چې پر اتومي تاسیساتو یې د احتمالي برید پر مهال په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه هم ونډه اخیستی شي.''

له دې سره سره ډاکټر حسن یاري له افغانستان نه پر ایران د احتمالي برید په اړه د تهران اندېښنې سمې نه بولي او وایي امریکا وار له مخه په منځني ختیځ او خلیج کې کافي ځواکونه لري او که د برید اړتیا وویني نو پر ایران به د افغانستان له خاورې نه، بلکې له هماغه ځایه برید وکړي.

خو تر کومه چې د اسلام اباد د اندیښنو خبره ده ، پاکستانی ژورنالست سلیم ساپی بیا په دې باور دی چې که امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک تړون وکړي نو دا امکان شته چې پاکستان له مخې د چین روسیې او ایران په دایره کې ودرېږي.

Image caption علي احمد جلالي: ''که چېرې افغانستان کې نسبي ثبات راشي او افغان قواوې د امنیت جوګه شي، نو امریکا دلته د پاتې کېدو دلچسپي نه لري، ان که راتلونکو پنځو کالو کې هم دا حالت راشي، دوی دلته د خپلو ځواکونو د کمولو چاره سنجوي. ''

د پاکستان د پوځ متقاهد افسر او پوځي کارپوه ډګروال سعد بیا د د غو اندېښنو د ختمولو لپاره له پاکستاني چارواکو سره د خبرو او تفاهم پر اړتیا ټينګار کوي او همدا له لویه سره د ستونزې د حل اساسي لاره بولي.

سړو اوبو ته پوکی

خو پوهاند کاکړ بیا وایي چې اوس هم زمانه بدله ده او هم د افغانستان اړتیاوې بدلې دي او پکار نه ده چې افغانان د شلمې پېړۍ د پېر په څېر خپلې ملي ګټې او اړتیاوې د ګانديانو د ګواښونو قرباني کړي او سړو اوبو ته پوکی وکړي.

د هغه په باور په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې فعال حضور د افغانانو په ګټه دی.

که له یوه لورې ګاونډیان په افغانستان کې د امریکا له اوږد مهالي پوځي حضوره اندېښنه لري، نو له بل لورې افغانان هم د خپلو ګاونډیانو په پرله پسې مداخلو شکمن دي او هسې چې د لوی جرګې په پریکړو کې اشاره شوې، همدغه شکونه له امریکا سره ستراتیژیکې ملګرتیا ته د لیوالتیا اصلي انګیزه بلل کېږي.

دې هر څه ته په کتو ، که چیرې کابل او واشنګټن د دا ډول ملګرتیا په اړه له یو بل سره په مخې ته کړو شرطونو سلا شي و نو بیا خو داسې نه برېښي چې سیمه یز مخالفتونه دې د دغې ملګرتیا مخه ونیسي.

ورته مطالب