د افغانستان په نارامو سیمو کې عملیات پیل شول

افغان ځواکونه
Image caption افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو د لېږد دویم پړاو هم ژر پیلېدونکی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چ په دې وروستیو کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د امنیتي حالت د ښه کېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې اوه پراخ پوځي عملیات پیل کړي چې د ژمي تر رارسېدو به دوام وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهر عظیمي په وینا دغه عملیات د کنړ، لغمان، نورستان، خوست، پکتیکا، غزني، هرات، میدان وردګو، جوزجان. نیمروز او لوګر په ولایتونو کې روان دي، چې ورسره امنیتي حالت هم تر یوه حده ښه شوی دی.

که د افغانستان د ختیځو سیمو حالت له څو مخکنیو میاشتو سره پرتله کړو د پکتیا، پکتیکا، خوست، کنړ او نورستان ولایتونو کې هغه عملیات چې روان دي او یا هم تر سره شوي نو حالت ډېر بدون موندلی او ښه شوی.

خو د پوځي چارو کارپوهان دغه راز بریاوې لنډ مهالې او موسمي بولي او وايي په نیول شویو سیمو کې د امنیت د ټینګولو لپاره باید لازمې طرحې او پلانونه موجود وي.

لنډمهالې بریاوې

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل په وینا د تېرو کلونو تجربو دا ښوولې چې دا شان لنډ مهاله بریاوو کومه پایله نه درلوده بلکې د جګړې لګښت لا ورسره لوړیږي او د سیمې د خلکو د زیاتې ځورونې لامل کېږي.

افغان پوځي چارواکي په داسې حال کې د خپلو بریاوو خبر کوي چې په نژدې راتلونکې کې به له بهرنیو ځواکونو د ځینو نورو سیمو د امنیتي چارو د لېږدولو دوهم پړاو افغان ځواکونو ته پیل شي.

خو د پوځي چارو د کارپوهانو په اند تر هغو چې ناټو او بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر د مخالفینو اډې به نښه نه کړي او افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال نه کړي شونې نه ده چې دغه ځواکونه دې د افغان دولت د مخالفو وسله والو ډلو بریدونه په بشپړه توګه شنډ کړي.

ورته مطالب