لویه څارنوالي وايي د کابل بانک ګڼې نوې شتمنۍ یې موندلې

شيرخان فرنود او خليل الله فروزي
Image caption د روان کال په تېر جون کې د افغانستان ملي امنيت له خوا د کابل بانک دوه پخواني مشران او ونډه وال شيرخان فرنود او خليل الله فروزي ونیول شول.

پخوا د افغانستان لويې څارنوالۍ په دوبۍ او افغانستان کې د کابل بانک د ځينو شتمنيو موندلو خبره کړې وه،خو اوس دغه بنسټ وايي چې د ياد شوي بانک نوې شتمنۍ يې موندلې دي.

٥٠ نوي نوزي کاماز گاډي، يوه چورلکه، د کابل په گلبهار سنټر کې ۱۰۸ دوکانونه، همدلته ۳۴ کورونه، د کابل د پل محمود خان په گلبهار سنټر کې ۵۰ سلنه ونډه، د خراسان په نامه خصوصي امنيتي شرکت او يو شمېر نورې ارزښتناکې ځمکې له هغو شتمنيو څخه دي چې په کابل بانک پورې يې تړاو درلود او د افغانستان لويې څارنوالۍ موندلې دي.

ددغه بنسټ مرستيال رحمت الله نظري وايي دا ورته نه ده څرگنده چې دغه شتمنۍ به څومره ارزښت ولري، خو وايي کابل بانک ته اوښتي تاوان پوره کولاى شي:

د کابل بانک پیسې

''زموږ ارزونې اوس هم دوام لري، د کابل بانک پر یو شمېر څانګو کار روان دی. که چېرې دغه ټولې شتمنۍ او جایدادونه خرڅ شي، د کابل بانک پیسې پوره کولای شي.''

همدا راز لويې څارنوالۍ په افغانستان کې د ادارې فساد پر وړاندې د څار او ارزونې د کوميټي هغه نيوکې رد کړې چې گواکې د افغانستان لويې څارنوالۍ د کابل بانک ددوسيې په برخه کې اړين گامونه نه دي پورته کړي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال وويل چې ياد شوي بنسټ لويې څارنوالۍ ته يو سپارښتنليک رالېږلی و خو مخکې له دې چې ددوى له خوا ټاکل شوې پلاوى ځواب ورکړي، په رسينو کې يې پر لويې څارنوالۍ نيوکې وکړې.

Image caption کابل بانک په افغانستان کې يو خصوصي بانک و چې نژدې دوه کاله مخکې د مالي درغيلو له کبله کړکېچ سره مخامخ شو.

ښاغلي نظري وويل د په افغانستان کې د ادارې فساد پر وړاندې د څار او ارزونې د کوميټي يوه بې بنسټه نيوکه دا وه چې گواکې لويې څارنوالۍ د کابل بانک د ځينو دوسيو په گډون هغه سلگونه دوسيې نه دي ارزولي چې په څو تيرو کلونو کې ور استول شوي.

کابل بانک په افغانستان کې يو خصوصي بانک و چې نژدې دوه کاله مخکې د مالي درغيلو له کبله کړکېچ سره مخامخ شو.

د افغان ولسمشر ورور ، د هغه د لومړي مرستيال قسيم فهيم ورور او د افغانستان بانک د پخواني مشر په وينا يو شمېر نور زورواکان ددغه بانک له ونډوالو څخه وو.

اوسمهال کابل بانک د نوي کابل بانک په نامه د افغان حکومت تر چتر لاندې کار کوي، خو داسې راپورونه دي چې پخوانيو ونډوالو يې خپل پورونه چې ميلیونونه ډالر کېږي په بشپړ ډول نه دي نه دي سپارلي.

ورته مطالب