سوريې ته ټاکلى ضرب الاجل پاى ته ورسېد

د عربي هېوادو د ټولنې لخوا سورېې ته د څارونکي پلاوي د منلو لپاره ټاکلى ضرب الاجل نن پاى ته رسيږي. دې ټولنې څو ورځې وړاندې گواښ کړى وو که غوښتنه ېې ونه منل شي په سورېې به بنديزونه لگوي. عرب ليگ اوس وايي چې د خپل راتلونکي گام په اړه به سبا ته پرېکړه کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملگرو ملتو د شمېرو ترمخه د مارچ له مياشتې راپدېخوا ٣٥٠٠ کسان په مظاهرو کې وژل شوي دي

د ملگرو ملتو د شميرو ترمخه د تير مارچ نه راپدېخوا د مظاهرو له پيل څخه له ٣٥٠٠ زيات کسان وژل شوي دي. اوس بي بي سي داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې د سورېې شخړه په ډيرېدونکي ډول په وسله وال بغاوت اوړي.

د بي بي سي د نړيوالو چارو خبريال، پاول ووډ، په پټه له لبنانه د سورېې خاورې ته ننوتى وو دى وايي

په سورېې کې د مخ په ډيرېدونکې جگړې لومړنۍ نښې په لبنان کې ليدل کېدى شي . چيرې چې سورېې کې د وسلو د غوښتنې زياتېدو له امله په تور بازار کې د يوې کلاشينکوف بيه دولس سوه ډالرو ته لوړه شوې ده،

مونږ "دخپلواکه سورېې د پوځ" ملاتړو سره وليدل، هغوي وسلې له لبنانه خپل هېواد ته راوړي، دا دوسلو د قاچاق يوه پخوانۍ لاره ده، په همدې لاره مونږ وليدل چې نښتو کې ژوبل شوي کسان هم انتقاليږي.

سرحدي سيمه له ماينونو ډکه او هر ځاى کې د سورېې سرحدي ځواکونه ليدل کيږي، خو چارواکي تردې دمه په دې کې پاتې راغلي دي چې پوله په بشپړه توگه وتړي.

کله چې مونږ سورېې ته ننوتلو مونږ امنيتي ځواکونو څخه د راجلا شوو وړه لړۍ وليدله، چې په تدريجي ډول روانه ده.

هر وخت چې څوک لورى بدلوي ورباندې ډزې هم کيږي ځکه هغه کسان چې هڅه کوي خپلې لارې جلا کړي پخواني ملگري ېې د مخنيوي هڅه کوي

د انځور حقوق AP
Image caption په سوریه کې څو میاشتني لاریونونه د وسله وال بغاوت په حقیقت بدلېدلو پر لور امکان ډېروي.

په حمص کې مونږ يوې پنځه کسيزې ډلې سره مخامخ شو چې تازه له امنيتي ځواکونو څخه راجلا شوې وه. دوى اصل کې شپږ کسان وو خو يو پوځي په تېښته بريالى نه شو. يوۀ راجلا شوي پوځي ماته وويل " موږ دد هغه فرياد اورېدلو خو مونږ نه شو کولى چې ژغورلو ته ېې ورشو".

دوى وايي چې سيمې ته لوى شمير کې پوځيان راروان دي، دې کسانو ماته وويل له هغې وروسته ېې پوځ څخه د جلاکېدو پرېکړه وکړه چې ورته په دېموکراسۍ پلوه مظاهره کووونکو د ډزو امر وشو

نزدې له پيله د سوریې حکومت دا تبليغات کول چې وسله والې ډلې اپوزيسیون سره مرسته کوي، اوس چې له څو مياشتو په لارو کوڅو کې په ډزو د د مظاهره کووونکي وژل کيږي، د وسله وال بغاوت گومان اوس په حقيقت د بدلېدو په حال کې دى.

ورته مطالب