ولسي جرګې د ملي امنیت رییس ته د باور رایه ورکړه

رحمت الله نبیل
Image caption رحمت الله نبیل له څو میاشتو راهیسې د ملي امنیت د سرپرست په توګه کار کاوۀ.

د افغانستان ولسي جرګه نن (شنبه، د دسمبر ۲۶مه) د ملي امنيت د عمومي رياست، 'د افغانستان بانک' عمومي رياست او د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون د رياست نوماندانو ته رايې ورکړې.

رحمت الله نبیل ۲۰۸ رایې، نورالله دلاوري ۱۷۳ او عبدالمنیر دانش ۱۵۵ رایې وګټلې.

د ولسي جرګې د کابو یوه کال په تېرېدو، رحمت الله نبیل، نورالله دلاوري او عبدالمنیر دانش هغه لومړي کسان دي چې ولسي جرګه یې د تایید او یا نه تایید لپاره رایه اچوي.

له تېرو پارلماني ټاکنو راوروسته د ولسمشر حامد کرزي او پارلمان ترمنځ د پاتې غړو د ټاکنو د پایلو پر سر راپورته شوه، چې ځینې جګپوړي حکومتي چارواکي ولسي جرګې ته له معرفي کېدو پاتې شول.

د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهيمي د غونډې په وروستیو شېبو کې د ملي امنیت د رییس لپاره اچول شوې رایې اعلان کړې:

''درنو وکیلانو، محترم انجنیر رحمت الله نبیل د ۲۰۸ رایو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د ملي امنیت د لوری ریاست څوکۍ ته بریالی شو. موږ ده ته ددې بریالیتوب هرکلی وایو.''

درېواړو نوماندانو د ولسي جرګې غونډې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړل.

رحمت الله نبيل اوس د ملي امنيت د سرپرست په توګه کار کوي.

ښاغلی نبيل وروسته له هغه دغه پوست ته غوره شو چې د ملي امنيت پخوانی مشر امرالله صالح د ولسمشر له لوري له دندې لرې شو.

ښاغلي صالح او د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر وروسته له هغه خپلې دندې بايلودې چې تېر کال د امن په جرګې چې شاوخوا ۱۶۰۰ کسان ور بلل شوې وو، د توغنديو بريد وشو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له تېرو پارلماني ټاکنو راوروسته د ولسمشر حامد کرزي او پارلمان ترمنځ د پاتې غړو د ټاکنو د پایلو پر سر راپورته شوه، چې ځینې جګپوړي حکومتي چارواکي ولسي جرګې ته له معرفي کېدو پاتې شول.

د افغانستان بانک لپاره نوماند نورالله دلاوري اوس په افغانستان کې له پانګوالو د ملاتړ ادارې يا ايسا مشري په غاړه لري.

د افغانستان بانک مخکني مشر عبدالقدير فطرت د کابل بانک په موضوع کې د ده په خبره د ګواښونو له امله خپله دنده پرېښوده چې اوس په امريکا کې دی.

له ښاغلي فطرت وړاندې نورالله دلاوري شاوخوا پنځه کاله د افغانستان بانک مشر وو.

ورته مطالب