حکومت: راتلونکي کال کې به ۱۰۰۰ محصلين بهر ته واستو

افغان محصلين
Image caption ټاکل شوې راتلونکی کال حکومت ۱۰۰۰ افغان محصلين د لوړو زده کړو لپاره بهر ولېږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات وايي پر هغې تګلارې جدي کار کوي چې پر مټ به يې په بهر کې لا زیاتو افغان محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ وویل چې په راتلونکي لمريز کال کې به د زده کړو په موخه بهر ته د استونکو محصلینو شمير، د تېر دوه برابره شي.

افغان حکومت سږ کال شاوخوا ۴۰۰ افغان محصلين د لوړو زده کړو لپاره بهرنيو هيوادونو ته استولي دي.

افغان حکومت وړاندې تر دې په بهر کې د افغان محصلینو د زده کړو چارې ته په کال کې پنځه ميلونه ډالره بوديجه ځانگړې کړې وه، چې په راتلونکي کال کې به يې دوه چنده کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي دوی د تېرو کلونو تجربو ته په کتو سره هڅه کوي چې ارزانه او با کیفیته لارې چارې ولټوي چې وکولای شي زیات شمېر افغان ځوانان په بهرنیو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي دوی د روان لمریز کال له پیله څه باندې دوه زره افغانان په دندو ګمارلي چې وړاندې تر دې بهرنیانو پر دغو څوکیو کار کاوه.

د روان کال د وري له دويمې تر ننه شاوخوا ۲۶۰۰ تنه چې لوړې زده کړې یې ترسره کړي او څه د پاسه ۱۶۰۰ تنه چې له نیمه لوړو موسسو څخه فارغ شوي د کار کولو اجازه ورکول شوې ده.

خو یو شمېر افغان ځوانان وايي د بهرنیو هېوادونو د زده کړو بورسونه د پېژندګلوۍ او واسطې له مخې ویشل کیږي او مستحق کسان ترې بې برخې پاتې کیږي.

د کابل پوهنتون یو تن محصل عبدالله په دې اړه وايي: " موږ ډېر نه ترې خبریږو، ځکه هغه بورسونه چې دلته راځي نو ټول د واسطو په سیستم چلیږي، ډېر لږ وخت داسې پېښیږي چې بورسونه راشي او موږ ترې خبر شو.

زیاتره وخت چې موږ له بورسونو خبریږو نو د هغو پړاونه وار دمخه پای ته رسېدلي وي او ټول زورور کسان یې له لارې بهر ته ځي."

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نور بخش دغه تورونه نه مني او وايي چې د بورسونو د ویش موضوع روښانه او رڼه ده او دوی د هر ولایت محصلینو ته برابره ونډه د محصلینو د وړتیا له مخې ورکړې ده.

اوسمهال شاوخوا لس زره تنه افغان محصلین له هېواده بهر په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي چې له بېلابېلو لارو د زده کړو لپاره بهر ته تللي دي.

یوازې تېر کال څه باندې ۴۰۰ تنه محصلین د افغان دولت له خوا بهر ته د زده کړو په موخه لېږل شوي وو چې د لوړو زده کړو د چارواکو په وینا ښايي دا شمېره په راتلونکي کال ۱۰۰۰ تنو ته لوړه شي.

ورته مطالب