کرزي د انتقال بهير د دويم پړاو ۱۷ سيمې اعلان کړې

افغان پوځ
Image caption د انتقال د بهير په دويم پړاو کې ۱۷ ولايتونه، ښارونه او ولسوالۍ شاملې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغه سيمې، ښارونه او ولسوالۍ په نښه کړې چې د انتقال بهير په دويم پړاو کې یې امنيتي مسووليتونه له ناټو نه افغان ځواکونو ته لېږدول کېږي.

ناټو د افغان ولسمشر حامد کرزي له دغه پلان نه هرکلی کړی دی.

په دې اړه د ناټو له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړي ملکي استازي سايمن ګاس ویلي ناټو پوره باور لري چې د انتقال دغه بهير به په بري سره پشپړ شي.

ښاغلی ګاس وايي د انتقال د بهير بشپړېدل د ناټو او افغانستان د ګډ سفر يو پړاو دی، نه يې پای.

د دغه پلان له مخې به د افغانستان د شپږو ولايتونو، اوو ښارونو او ګڼ شمېر ولسواليو امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته ولېږدول شي.

بلخ، دايکندي، تخار، سمنګان، کابل او نيمروز هغه ولايتونه دي چې امنيتي مسووليت به يې په بشپړ ډول افغانانو ته سپارل کېږي.

د دغو ولايتونو په ډله کې بلخ هغه ولايت دی چې ويل کېږي په يو شمېر ولسواليو کې یې وسله وال طالبان فعال دي.

تخار هم په وروستو کې د تاوتريخوالي د يو لړ پېښو شاهد وو چې درې لوړپوړي افغان چارواکي په کې ووژل شول.

په ختيځ کې جلال اباد او د کابل په سوېل لوېديځ کې غزنی د هغو اوو ښارونو په ډله کې دي چې امنيتي مسووليتونه به يې افغانان پر اوږو اخلي.

موده وړاندې په غزني کې د والي د دفتر په څو سوه مترۍ کې وسله والو يوه مور او لور سنګسار کړل.

په افغانستان کې د امنيتي مسووليتونو د انتقال د بهير مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی مني، چې دا يو ننګونکی بهير دی، خو وايي دا افغانان اړ باسي چې دا احساس ورسره پيدا شي چې خپله د خپل هېواد برخليک په لاس کې واخلي.

د ده په وينا د مسووليتونو د لېږد د دويم پړاو په بشپړېدو به د افغانستان د نفوسو سم نيمايي وګړي د افغان ځواکونو تر چتر لاندې شي:

"د افغانستان پنځوس سلنه نفوس به په ګډه د لومړي او دويم پړاو په بشپړېدو د افغان امنيتي ځواکونو تر چتر لاندې راشي. د انتقال اصلي هدف دا دی چې د افغانستان ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت د افغانستان امنيت په راتلونکو دريو کلونو کې په بشپړ ډول واخلي. زموږ امنيتي ځواکونه امنيت ساتلی شي او دا بهير به انشاء الله ګام په ګام په ټول افغانستان کې عملي کړو."

د مسووليتونو د انتقال په دويم پړاو کې د جنوبي ولايت هلمند د مارجې، ناوې او نادعلي ولسواليو امنيتي مسووليتونه هم له برتانوي ځواکونو نه افغان ځواکونو ته لېږدول کېږي.

دغه ولسوالۍ هم په وروستيو کلونو کې د سختو جګړو ډګر وو.

يوازې د نادعلي په ولسوالۍ کې ۴۰ برتانوي سرتېري له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې وژل شوې دي.

د شينډنډ، اوبې او چشت شريف له ولسواليو پرته د هرات ټولې ولسوالۍ د انتقال د بهير په دويم پړاو کې شاملېږي.

ټاکل شوې د انتقال بهير دويم پړاو په يوه اوونۍ کې دننه، دننه پيل شي.

په ټوله کې به دغه بهير د ۲۰۱۴ ميلادي کال په پای کې بشپړېږي چې ورسره جوخت به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو پوځي ماموريت هم پای ته رسېږي.

ورته مطالب