په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې کچه لوېدلې

Image caption يوازې ۳۰ سلنه زیږونونه د مسلکي کسانو پر مټ ترسره کيږي.

د هغې ارزونې له مخې چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د خپلو بهرنيو مرستندويانو په مټ چمتو کړې وايي چې په دغه هيواد کې د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې کچه ښکته شوې ده.

په دغې ارزونه کې دا رنگه راغلي چې د افغانستان د خلکو ژوند په منځنى توگه لوړ شوى، خو لا هم په سيمه ييزه کچه دغلته د ميندو او نويو زيږيدلو ماشومانو د مړينې کچه لوړه پاتې ده.

دغه ارزونه چې د افغانستان په نوي سلنه برخه کې شوې ښيي چې دا مهال په دغه هيواد کې 60 سلنه ميندې د زيږون پر مهال د مسلکي روغتيا پالنې نه برخمنې دي او د زيږون دريمه برخه د مسلکي کسانو پر مټ ترسره کيږي.

د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل د دغې تر رسه شوې ارزونې پايلې په ډاگه کړې او دا يې په تيرو اتو کالو کې يوه لاسته راوړنه وبلله:

"پخوا يعنې اته کاله وړاندې په هر نيم ساعت کې يوه ميرمنه به په افغانستان کې له منځه تله، خو اوس په هرو دوو ساعتونو کې يوه ميرمن مري. د نويو زيږيدلو ماشومانو په اړه بايد ووايم چې پخوا په زرو زيږونونو کې 111 ماشومانو ژوند له لاسه ورکاوه.

خو اوس دغه شميره 77 ته راټيټه شويده، هغه ماشومان چې تر پنځو کالو يې عمرونه کم دي پخوا د هغوى د مړينې کچه پخوا 129 وه او اوس 97 ته راښکته شوې ده."

ميرمن دليل وايي چې د ميرمنو د مړنې د کچې د راښکته کيدو يو لامل د روغتيا پالو زياتوالى او په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو ډيروالى ښيي، خو هغه دا هم وايي چې په ميرمنو کې د پوهاوي کچه هم لوړه شوې او په وينا يې اوس افغان ميرمنې په دې پوهيدلي چې د زيږون تر منځ واټن ته پاملرنه وکړي.

خو د دغې سروې نه داسې ښکاري چې لا هم شاوخوا 70 سلنه ميرمنې په کورونو کې د سيمه ييزو دايو په مرسته اولاد زيږوي، او لا هم لوږه او ځيني دودونه رواجونه د ميندو او ماشومانو د مړنې ستر سببونه شميرل کيږي .

د دغې سروې له مخې لا هم په افغانستان کې د منځني عمر کچه لوړه شوې او دا مهال د هر افغان وگړي منځنى عمر 62 کاله ښوول شوى په داسې حال کې چې اته کاله د مخه د دغه هيواد د خلکو منځنى عمر له 40 او 43 کالو په شاوخوا کې ښوول شوى و .

دا رنگه دغه ارزونه ښيي چې په افغانستان کې لويان د ساري ناروغيو پر ځاى د زړه او سرطاني ناروغيو له امله سا ورکوي .

خو د دغو ټولو هيلو سره سره بيا هم افغانستان د سيمه ييزو هيوادونو په کچه د ميندو او ماشومانو د مړينې له کبله په لومړى درجه کې راځي او د روغتيايي کارپوهانو له نظره زرگونو نورو روغتياپالانو ته اړتيا شته چې افغانستان و توانيږي د سيمې د هيوادونو کچې ته ځان ورسوي .

ورته مطالب