"د امنيتي مسووليتونو د انتقال دويم پړاو سبا پيليږي"

Image caption د انتقال د لېږد بهير دویم پړاو به په اتلس سيمو، ولايتونو او ولسواليو کې تر سره شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د امينيتي مسووليتونو د انتقال بهير دويم پړاو د پنجشنبې په ورځ پيليږي. د دغه بهير لومړی پړاو کابو شپړ میاشتې وړاندې د افغانستان په اوو سيمو کې بشپړ شو.

که څه هم د افغانستان د دفاع دا نه ده په ډاگه کړې چې د انتقال د بهير دويم پړاو به له کومې سيمې پا ولايته پيليږي ، خو ځيني رپوټونه وايي چې د پلازمېنې کابل شمالي څنډو ته پروت د پروان ولايت به په دغه پړاو کې لومړنى ولايت وي چې دغه بهير به په کې پلى کيږي .

ايساف چارواکي وايي چې د نړيوالې ټولنې د هوکړې سره سم به هغه ودانۍ او وسلې چې تر دې وړاندې نړيوالو ځواکونو کارولې افغان هغو ته وسپارل شي.

په پام کې ده چې د ليږد د بهير په دويم پړاو کې د افغانستان په ۱۸ نورو سيمو کې امنيتي واگې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د ايساف له وياند سره په گډ خبري کنفرانس ډاډ څرگند کړ چې د ليږد د بهير دويم پړاو به هم په ډير برياليتوب سره پلى شي:

"د انتقال د بهير دويم پړاو د يو لړ ارزونو وروسته د ملي پوځ او د افغان امنيتي ځواکونو وړتياو ته په پام سره په ټاکلو جغرافيايي سيمو کې چې پنځوس سلنه خلک په کې ژوند کوي سر له سبا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په يو ولايت کې به پيل شي.

د پام وړ سيمې هغه دي چې هلته د گواښونو لوړه، منځنى او ټيټه کچه په کې په پام کې نيول شوې چې دا د افغانستان شمالي، ختيځې، سويلي او لويديځې سيمې دي."

په افغانستان کې سوله ساتي ځواکونه ايساف هم د ليږد د بهير دويم پړاو مهم گام بولي او وايي چې له دې وروسته به افغان ځواکونه په يوازې سر د خپل هيواد د گوټ، گوټ ساتنه او پالنه کوي.

په کابل کې د دغو ځواکونو وياند جنرال کارستن جاکوبسن وويل په هغو سيمو کې چې امنيتي واگې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، د اړتيا پر مهال ايساف ځواکونه چمتو دي چې د خپلو افغان ملگرو سره اوږه په اوږه ودريږي:

"که اړتيا پيښيږي، نو ايساف ځواکونه پخپل ټول توان چمتو دي، په تيره بيا په هغو سيمو کې چې امنيتي واگې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

د ودانيو او وسلو په اړه بايد ووايم د نړيوالې ټولنې د ژمنې سره سم به دغه څه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، او داسې ودانۍ هم شته چې هغه به موږ وسپارو."

په دغه خبري ناسته کې د افغانستان د دفاع وزارت وويل چې د تاوتريخوالي کچه په تيرو دريو مياشتو کې د تير کال د همدغې مودې پر تله 24 سلنه ټيټه شوې، خو د هغې د لاملونو په اړه يې زيات جزئيات په ډاگه نه کړل .

ښاغلي عظيمي دا رنگه وويل چې دا مهال د افغانستان په گوټ، گوت کې 27 پوځي عمليات روان دي چې په وينا يې د سولې او امنيتيت په ټينگښت يې مثبته اغيزه کړې ده.

ورته مطالب