کندز کې پر درو نجونو او مور و پلار تيزاب پاشل شوي

قرباني
Image caption ويل کيږي چې دا پېښه تر هغه وروسته وشوه چې د نجلۍ پلار د هغې له ورکړې انکار وکړ

د افغانستان په شمال کې يوې ډلې پر يوې ١٧ کلنۍ نجلۍ او د هغې په پنځه کسيزې کورنۍ تر هغه وروسته تيزاب پاشلي چې د هغې پلار د دې له ورکړې انکار وکړ.

د ادعاو تر مخه هغه کس چې د نجلۍ غوښتونکى و يوه ډله د هغې کور ته وروسته ، د نجلۍ پلار يې وواهۀ او بيا يې پر هغۀ، د هغه پر ميرمن او درې لوڼو پر مخ تيزاب وپاشل.

ډاکټران وايي د نجلۍ پلار او د هغه مشرۍ لور په روغتون کې دي او وضعيت يې ښه نه دى.

د نجلۍ د مور او دوو خويندو حالت له خطره وتلى ښکاري.

دا بريد د چارشنبه په ورځ په کندز کې وشو.

خبريالان وايي پوست سوځوونکي تيزاب په افغانستان کې عمومآ د ښځو پر ضد کاريږي.

د قرباني شوې کورنۍ غړو بي بي سي ته وويل د نجلۍ پلار نه غوښتل چې يوۀ ملېشه اربکي ته خپله لور ورکړي.

د دۀ لور ممتاز نوميده چې ١٧ کلنه يا ١٨ کلنه ده.

ويل کيږي چې د نجلۍ غوښتونکى په عمر تر دې ډير زوړ و.

ويل کيږي چې دغه مليشه له ادعاو سره سم په کور ورغلى او د تيزابو ستلونه ورسره وو.

د کورنۍ غړو بي بي سي ته وويل دا جرم نه دى چې څوک خپله لور چا ته ورنه کړي.

دوى هيله وښووله چې پوليس به مجرمين ونيسي.

خبريالان وايي اربکي مليشه ځواکونه په شمال کې په گڼ شمير جرمونو تورن دي چې په هغو کې زبر زنا، په زور پيسې اخيستل او نورې ځورنې هم شاملې دي.

په کندز کې ډير خلک په دې باور دي چې د اربکيو پر ضد به پوليس څه ونه کړي ځکه چې هغوى د طالبانو پر ضد جنگيږي خو پوليسو بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په کندز کې اربکي ځواکونه نشته.

ورته مطالب