بون کنفرانس د افغانستان د راتلونکي خونديتوب يوه بله هڅه

بون
Image caption د بون کنفرانس موخه د افغانستان راتلونکي سره چلن دی، په تېره بيا وروسته له هغه چې نړيوال ځواکونه له دغه هېواده ووځي.

د افغانستان د راتلونکي په اړه د دسمبر پر ۵ مه د دوشنبې/ګول پر ورځ د جرمني په بون ښار کې يو ستر نړيوال کنفرانس ترسره کېږي.

په کنفرانس کې امريکا، جرمني، فرانسه، بريتانيا، د ناټو غړي هېوادونه، چين، روسيه او ګڼ شمېر نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

دغه کنفرانس لس کاله مخکې له يوې ورته غونډې وروسته ترسره کېږي چې له واکه د طالبانو لرې کولو په پايله کې رابلل شوې وه.

د کنفرانس سمبالوونکي وايي هيله لري له افغانستان سره د سولې د ټينګښت په موخه اوږد مهاله ښکېلتيا ته لار هواره کړي.

د بون کنفرانس موخه د افغانستان راتلونکي سره چلن دی، په تېره بيا وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال نړيوال ځواکونه له دغه هېواده په وتلو پيل کوي.

خو دا يو داسې وخت هم دی چې د تېر پر تېروتنو درېدنه او غورو په کې وشي.

افغانستان ته د ملګريو ملتونو پخوانی استازی لاخضر ابراهيمي وايي لس کاله مخکې ده دا دليل وايه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره بايد سمدلاسه ګامونه واخيستل شي:

"موږ بايد پر دې د ځان پوهونې هڅه کړې وی چې دوی چېرې لاړل او څه فکر يې کاوه دا چې که دوی غواړي موږ ورته په چارو کې د راګډېدو لار برابره کړو. خو داسې مو ونه کړل".

اوس ويل کېږي چې ګنې له طالبانو سره لومړنۍ خبرې روانې دي، خو د دغه ټول بهير په اړه پراخې ناندرۍ هم شته.

ځينې دليل لري او وايي پخوا په دې کې پاتې راتلنې چې جنګسالاران بې پرې او ملېشې بې وسله کړی شي، د وړو کورنيو جګړو لړۍ لپاره لار پرانيستله، اوس هم دا وېره شته په تېره بيا که د سولې خبرو کې يوازې افغان حکومت او طالبان ښکېل وي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې يو پخوانی استازی فرانسېس وېنډرېل وايي که داسې خبرې بريالي هم شي نو کېدی شي نور يې ونه مني: "که ومنو چې ښايي داسې خبرې بريالی کېدی شي، پوښتنه دلته دا ده چې د شمالي ټلوالې جنګسالاران يا داسې خلک چې پښتانه نه دي، دوی به داسې يو جوړجاړی ومني؟

Image caption لس کاله مخکې د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د طالبانو له پرځېدو څو اوونۍ وروسته ورته غونډه شوې وه.

او که دوی بيا خپل ځانونه پر وسلو سمبالوي؟ زه دوی وسلو ته پر لاس اوږدونې پړ نه ګڼم ځکه دوی نه پوهېږي چې د امرکايي او اروپايي ځواکونو له وتلو سره به چارې پر کوم لور ځي"

پر دې سربېره د سيمه ييزو لوبغاړيو پر ښکېلولو هم ټينګار کېږي، هغوی چې د راتلونکي پلانونو د زيانمنولو توان لري.

نو دا کېدی شي د يو بد فال خبره وي دا چې د افغانستان يو مهم ګاونډی پاکستان پرېکړه کړې د بون له کنفرانس سره شلون کوي.

اسلام اباد دا ګوتڅنډنه د ناټو هغه هوايي بريد ته په احتجاج کې کړې وه چې د نومبر پر ۲۶ مه له ډېورېنډ کرښې سره نژدې په کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتېري ووژل شول.

ورته مطالب