مدني ټولنه: د رڼښت نشتوالي خلک اندېښمن کړي

Image caption د پوښتل شويو کسانو اندېښنه دا ده چې لاسته راغلې لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني نه شي.

په افغانستان کې د مدني ټولنو له لوري د يوې تر سره شوې نظر پوښتنې له مخې گڼ افغانان ويره لري چې په افغانستان کې لس کلنې لاس ته راوړنې د سولې د راوستو په کار کې تر پښو لاندې نه شي.

په همدې حال کې د دغې نظر پوښتنې گډونوال په دې باور دي چې له سزا ورکولو نه د بخښلو فرهنگ او د انتقالي عدالت نه پلي کيدل په افغانستان کې د تاوتريخوالي اصلي لاملونه دي.

په افغانستان کې د مدني ټولنې بنسټونه هيله من دي چې د بن په نړيواله غونډه کې به د افغان ولس غږ د نړيوالې ټولنې تر غوږونو ورسول شي.

د هغې نظر پوښتنې له مخې چې په افغانستان کې د مدني ټولنې د څوارلسو بيلابيلو بنسټونو پر مټ چمتو شوې د سولې په خبرو اترو کې د رڼښت نشتوالى هغه انديښنې دي چې گڼ افغانان ورسره مخامخ دي.

دغه نظر پوښتنه د ۱۵۰۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوې چې ۵۰۰ يې دي.

دا رنگه دغه نظر پوښتنه په شږو مياشتو کې د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې تر سره شوې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو د کمېسيون مرستيال فهيم حکيم وايي چې د همدغو انديښنو په وجه افغانان د سولې خبرو اترو ته د شک په سترگه گوري:

"د خلکو غوښتنه دا وه چې د دايمي سولې په اړه دې پر څلورو ټکو ټينگار وشي . لومړى د امنيتي ټينگښت، دويم ښه حکومتوالي د قانون حاکميت او د معافيت د فرهنگ د له منځه تلل.

دريم با انډوله پراختيا او تولو برخو ته د تبعيض پرته د ټولنيزو خدمتونو رسول او څلورم دا چې د بشري حقونو د ارزښتونو ملاتړ چې په تيرو لسو کالو کې لاس ته راغلي دي."

ښاغلى حکيم وايي هغو افغانانو چې په دغې نظر پوښتنې کې يې برخه اخيستې په افغانستان کې بې عدالتي، د قانون د پلي کوونکو ادارو کمزورې کړنې، پراخ اداري فساد او مجرمينو ته د سزا نه ورکول د سولې د راتگ په لاره کې ستر خندونه بولي:

"د روغې جوړې او خبرو اترو په برخه کې د رڼښت نشتوالى هغه بله انديښنه وه چې خلکو په ډاگه کوله.هغوى ويل که په دې برخه کې وضاختونه نه وي، نو هغه لاسته راوړنې چې موږ يې د بشري حقونو د بيان د ازادۍ او د ښځو د فعاليتونو او ښوونځيو ته د نجونو تگ دا ټول به د سياسي حوړجاړيو قرباني شي."

پوښتل شويو کسانو دغه راز له افغان دولت نه غوښتي چې د مخالفو وسله والو سره د روغې جوړې په چاره کې بايد بشري حقونه په پام کې ونيول شي.

دوی دغه راز پر وسله والو مخالفينو هم غږ کړى چې د افغان دولت په شان دې د سولې په کار کې يو پلاوى وگوماري.

د افغانستان د مدني ټولنې استازي وايي چې د بن په نړيوالې غونډه کې دې د افغانستان د خلکو پر انديښنو غور وشي او له خپلو نړيوالو ملاتړو دې هم وغواړي چې د لسو کالو د لاسته راوړنو د خونديتوب په برخه کې دې يوه کره تگلاره تر لاس لاندې ونيسي.

ورته مطالب