زموږ د خپل خبريال په ژبه

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير په دويم پړاو کې د افغانستان ۱۸ سيمې، ښارونه او ولسوالۍ شاملې دي.

مازدیګر مهال راته د دفتر مشر وویل، سبا له پروان ولایت نه افغانانو ته د مسولیتونو د انتقال دویم پړاو پیلیږي، او د حکومت د رسنیو مرکز یو شمېر خبریالان بیايي ما ستاسو نوم هم ورکړی دی.

ماښام د رسنیو مرکز زنګ راووهه او ټینګار یې وکړ چې سهار اووه بجې باید هلته واوسم، همداسې مې وکړل.

زموږ د شاوخوا شلو افغان خبریالانو وړوکی کاروان د پروان پر لوري خپل منزل پیل کړ، د کابل د ګڼې ګوڼي له ډک ښارنه په وتلو او د ماشیني ژوند له چاپېریال نه په لېرې کیدو مې یو بل ډول احساس کاوه.

په ګاډي کې ناستو ځوانو خبریالانو ټوکې ټکالې او شوخۍ کولې، د کابل د کلکان له ولسوالۍ نه تر مرکز چاریکاره پورې چې شاوخوا پنځه وېشت کیلو مېتره واټن دی، پر لویه لار ځای ځای پولیس او امنیتي سرتیري ولاړ ول.

راته وویل شول چې دوی پر نیمه شپه دغلته د کومې امنیتي ممکنه پېښې د مخنیوي لپاره درول شوي، ما ته د خدای بخښلي خاطر اپریدي هغه شعر را په زړه شو:

پردی مزدور سهار وختي پاڅیږي،،، د شوګیرو مین ویده پاتې شي.

له کابله تر چهاریکاره د سړک پر دواړو خواوو تر ډېره شنه فصلونه او کروندې دي چې پر لیدو یې د سړي روح تازه کیږي، موږ ته پر لار د پغمان غرونه هم ښکاریدل چې واورو تازه پوښلي و.

تر شاوخوا یوه ساعت سفر وروسته مرکز چهاریکارو ته ورسیدو، پر هرې څلور لارې او سړک کې سرتیري ولاړ ول، امنیتي تدابیر کلک نیول شوي وو، خو د ښار ژوند او کاروبار عادي ښکارېده.

د چهاریکارو ښار وړوکی دی، په بازار، مارکیټونو او هټیو کې یې د افغانستان د نورو ښارونو په څېر ایراني، پاکستاني او چينايي توکي ډېر لیدل کیږي.

د پروان انګور او توتان

د ښار نژدې ټول واټونه پاخه شوي او ځای ځای پر یو شمېر لوړ پوړیزو ودانیو او مارکیټونو هم کار روان دی.وايي پروان ښه انګور او توتان لري خو، د خوړلو ارمان یې ځکه په زړه راپاتې شو چې په مني کې ورغلو.

د انګورو ځېنې هغه تاکونه او د میوو ځېنې هغه باغونه مې هم ولیدل چې طالبانو سوځولي و، که څه هم دغه باغونه او تاکونه اوس له سره شنه شوي، خو که سړی ورته ځېر شي په ناویلې ژبه د یوه ستر ناورین کیسه کوي.

پروان د جبل السراج په نامه د سیمنټو یوه مشهوره فابریکه لري، ما په ماشومتوب کې له خپل پلار نه د دغې فابریکې نوم اوریدلی و.

دا مهال دغه فابریکه د ورځې سل ټنه سیمنټ تولیدوي چې یوه کڅوړه يا خريطه یې ۳۵۰ افغانۍ ده، خو حکومتي چارواکي وايي که د تولیداتو کچه یې لوړه شي ښايي قیمت یې هم نیم په نیمه راښکته شي.

تېرو کورنیو جګړو د افغانستان د نورو ډېرو تاسیساتو د ورانولو ترڅنګ د پروان ولایت یو شمېر تاسیسات هم ویجاړ او زیانمن کړي دی.

د چهاریکارو د ممیزو د پروسس لسګونه فابریکې اوس فعالیت نه کوي چې له کبله یې سلګونه او یا ښايي زرګونه کسان وزګار شوي وي.

چهاریکار یو ولایتي روغتون هم لري خو پروانیان وايي دا ورته کم دی او یو دوه سوه بستریز روغتون غواړي.

په ګولیو سوري دیوالونه

خو په پروان کې د ښوونې او روزنې بهیر ښه په درز کې روان دی، ما په خپله لسګونه نجونې او هلکان ولیدل چې ښوونځیو ته روان و، د ښوونې او روزنې دغه چټک بهیر سړي ته د افغانستان د یوه ښه او روښانه راتلونکي زیری ورکوي.

هو رښتیا، د چهاریکارو په مرکز کې د سپورټ او ورزش ځانګړي ځایونه او لوبغالي هم شته،هر مازدیګر او سهار په کې لسګونه پرواني ځوانان فوټبال، والیبال، وزلوبه او داسې نورې لوبې کوي، خو اوس په کې کریکټ هم دود شوی دی.

د پروان د ولایت مقام ته له ننوتلو وروسته مې هاغه ویجاړې خونې او په ګولیو سوري دیوالونه هم ولیدل چې څو میاشتې د مخه د یوه ډله ییز ځانمرګي برید په ترڅ کې زیانمن شول.

پروان، کابل له شمال او بیا له منځنۍ اسیا سره نښلوي او د ترانزیت له پلوه هم تاریخي لرغونتوب او ارزښت لري.

داسې هم ویل کیږي که پاکستان په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو باندې د اکمالاتو لاره بندوي، ښايي د شمال له لارې نه په ګټې اخېستو له منځنۍ اسیا نه خپل اکمالات پیل کړي.

له بهرنیانو نه افغانانو ته د مسوولیتونو د انتقال په دویم پړاوو کې د دغه ولایت د اووه ولسوالیو او مرکز چهاریکار چارې افغانانو ته وسپارل شوې.

د ماسپښین شاوخوا درې بجې به وې چې زموږ کار پای ته ورسید.

ورته مطالب