برتانوی عسکر د يوه افغان کوچني د وهلو له امله زنداني شوی

Image caption برتانوي عسکر دغه ماشوم د هلمند په ولايت کې په برچه وهلی دی.

د برتانيا د دفاع وزارت تاييد کړه هغه برتانوى عسکر يې له پوځ نه شړلى او زندان ته استولى چې يو افغان کوچنى يې په برچه وهلى و.

دغه عسکر چې ډانيئل کروک نومېږي، په جون مياشت کې د پوځي محکمې له خوا په اتلس مياشتې بند محکوم شوى و، خو موضوع يې ايله همدا اوس برسېره شوه.

د جنوبي آسيا په چارو کې د بي بي سي يو خبريال ډاني آيبرهارډ په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي، د گارډ سرتېري ډانېئل کروک، لس کلن غلام نبي په هلمند ولايت کې د خپل پوځي خدمت پر مهال په بډوډي کې په برچه وهلى و.

غلام نبي د خپل پلار خواته په ځغاسته و چې ډانيئل کروک درولى و. کروک وروسته پوځي محکمې ته د تحقيقاتو پر مهال وويل چې نه پوهېږي ولې يې دغه کار کړى و.

خو پوځي محکمې ته وويل شول چې هغه، تېره شپه خورا ډېر شراب څښلي و.

د هلک پلار د لندن چاپ گارډين ورځپاڼې ته ويلي و چې زوى يې د دغو ټپونو له لاسه د ښوونځي له تگ څخه پاتې شوى او د برتانيا پوځ ترې يوه بښنه هم ونه غوښته.

هغه ويلي چې د برتانيا پوځ افغانستان ته د جوړونې لپاره راغلى، نه د دې لپاره چې بچپان په چړو ووهي.

ورته مطالب