په جرمني کې د بن دويم نړيوال کنفرانس پيل شو

د بن دويم نړیوال کنفرانس چې د جوړېدو اصلي هدف يې په ميلادي ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حالات ارزول دي، د جرمني په بن ښار کې پيل شو.

د بن په کنفرانس کې د امريکا، جرمني، فرانسې، برتانيا، چين، روسيې، ناټو غړو هېوادونو او د ګڼ شمېر نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

خو د افغانستان يوه مهم ګاونډي پاکستان په دغه کنفرانس کې د ناټو په يوه هوايي بريد کې د خپلو ۲۴ پوځيانو د وژل کېدوپه اعتراض کې له دغه کنفرانس سره بايکاټ کړی دی.

ولسمشر حامد کرزى، د ملگرو ملتو سرمنشي بان کيمون او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د هغو شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو په سر کې راځي چې د بن په دويم کنفرانس کې يې گډون کړى دى.

د دې ډول لومړۍ غونډه ټيک لس کاله مخکې د طالبانو تر پرځولو وروسته د هغوى د ځايناستو د ټاکنې لپاره بلل شوې وه.

خو اوسنۍ ناسته، په خورا اوښتو شرايطو کې تر سره کېږي.

مرستې نه درېږي

د کنفرانس سمبالوونکي وايي هيله لري له افغانستان سره د سولې د ټينګښت په موخه اوږد مهاله ښکېلتيا ته لار هواره کړي.

لوېديځ د لس کاله مخکې خلاف، په ټولنيزو او اقتصادي دلايلو په افغانستان کې د پاتېدو لېوالتيا نوره له لاسه ورکړې ده.

له بلې خوا د افغانستان له دوو مهمو گاونډيانو- پاکستان او ايران سره د دغو هيوادو اړيکي ورځ تر بلې ترينگلي کېږي.

که څه هم ايران د پاکستان خلاف په دې غونډه کې گډون کړى، خو د برتانيا پر سفارت بريد او د يوې بې پيلوټه امريکايي الوتکې د غورځولو ادعا، له تهران سره د لوېديځ د مخامخ کېدو خطر رامنځته کړى دى.

د کنفرانس برخه وال به هڅه کوي چې د بن له دې غونډې نه افغان ولس او سيمې ته دا پيغام ورسېږي چې د بهرنيو عسکرو له وتلو سره سره دغه هيواد ته د مرستو لړۍ نه درېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .