بن: کرزي د نړېوال ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان ولسمشر وويل چې په تېرو لسو کلونو د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي د بن په نړيوال کنفرانس کې له ۲۰۱۴ کال وروسته له نړېوالې ټولنې څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ. په دغه کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادو نژدې زرو استازو ګډون کړی وو.

د افغانستان په اړه په جرمني کې د بن په دويم نړيوال کنفرانس کې افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنو او نيمګړتياوو یادونه وکړه.

ولسمشر کرزي وويل په ټوليز ډول د تېرو لسو کلونو په توپير د افغانانو ژوند مثبت بدلون موندلی او اوس څه باندې اته ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي چې د طالبانو پر مهال دغه شمېر ايله شاوخوا يو ميليون وو.

ده وويل په افغانستان کې د خلکو حقونو ته پام شوی، د هېواد شاوخوا دوه پر دريمه برخه خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی لري، له نيمايي زيات افغانان مخابراتي اسانتياوې لري او په سلګونو فابرېکې جوړې شوې دي.

ولسمشر کرزي دغه راز وويل په افغانستان کې د بيان ازادي تضمين شوې او دا مهال په هېواد کې تر سلو زياتې راډيوګانې او تلوېزيوني چينلونه خپرونې کوي.

د افغانستان امنيت

کنفرانس ته د وينا پر مهال ښاغلي کرزي زياته کړه چې اوس يې په افغانستان کې القاعده او نورې اورپکې ډلې کمزورې کړې دي، خو وايي لا هم امنيت د افغانستان د راتلونکې لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

ده وويل چې د افغانستان ټيکاو يوازې د دغه هېواد په ګټه نه، بلکې د ټولې نړۍ او سيمې په ګټه دی.

د امنيتي مسووليتونو د انتقال د دويم بهير په اړه ولسمشر کرزي وويل: " افغانان نه غواړي تل د نړيوالو پر اوږو پېټی وي ان د يوې ورځې لپاره هم."

خو ده له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان امنيتي ځواکونو د رزونې او تجهيز په برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.

حامد کرزي د امنيت ترڅنګ د افغانستان لپاره بله لويه ننګونه فقر او بې کاري وښوده.

ده وويل درست افغانان په هېواد کې سوله او ټيکاو، پرمختللی او دموکراتيک افغانستان او دغه راز له ګاونډيانو سره ښې اړیکې غواړي.

افغان ولسمشر وويل چې حکومت د ترلاسه کړو لاسته راوړنو د ساتلو په هڅه کې دی او د دې لپاره بايد شفافې ادارې ولرو او دغه راز دغه ادارې د مسووليت اخيستو احساس په لوري متوجه کړو.

حامد کرزي له نړيوالو سره د ستراتيژيکې ملګرتيا د هڅو يادونه هم وکړه او په دې برخه کې يې د دوديزې لويې جرګې پرېکړو ته په اشارې سره وويل چې افغانان غواړي له نړيوالو سره ستراتيژيکه ملګرتيا ولري.

بانکي مون

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کيمون د دويم بن کنفرانس وينا والو ته په افغانستان کې د شويو پرمختګونو او لاسته راوړنو په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي بان وويل په افغانستان کې د ماينونو له امله د مرګ ژوبلې کچه اوس راښکته شوې او دغه راز په دغه هېواد کې د مور او ماشوم د مړينې کچه هم را لوېدلې ده.

سرمنشي بانکي مون وويل چې موږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوو.

انګلا مېرکل

د جرمني چانسلرې انګلا مېرکل وويل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې حکومتي جوړښتونه له منځه تللي وو، ښوونځي نه وو، خو له لسو کلونو وروسته دغلته واضح بدلونونه رامنځته شوې دي.

اغلې مېرکل وويل چې جرمني په راتلونکې کې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده، خو زیاته يې کړه چې پخپله افغانان هم بايد له خپل حکومت سره مرسته وکړي.

دې وویل هغه مهال چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير بشپړ شي دا به يو لوی ګام، خو زياته يې کړه چې افغان ځواکونه بايد پياوړي شي.

انګلا مېرکل وويل چې په ۲۰۱۴ کې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل په دې مانا نه دي چې په افغانستان کې د نړېوالو ماموريت نور پای ته ورسېد.

دې وويل له دې وروسته به هم موږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ.

ورته مطالب