کابل: په شيه زیارت کوونکو خونړی ځانمرګی شوی

Image caption په کابل، مزار او کندهار کې چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې چې ډېری قربانيان يې شيعيه ماتم کوونکي دي.

اافغان امنيتي چارواکي وايي چې په کابل يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه شل شيعه زيارت کوونکي وژلي او تر دې زيات يې ټپيان کړې دي.

چاودنه د کابل د مرادخانۍ په سيمه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه پرته ده د ابوالفضل زيارت مخې ته شوې ده.

پېښه نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه.

په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نا تاييد شوي راپورونه وايي چې په کابل کې د ځانمرګي بريد له امله د وژل شويو زيارت کوونکو شمېر له ۴۰ اوښتی او د ټپيانو شمېر شاوخوا ۱۰۰ دی.

سيمه ييز تلويزیونونه د چاودنې د قربانيانو تصويرونه بيا بيا ښيي.

په مزار او کندهار کې هم چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان په شمال مزار کې یوې چاودنې څلور کسه وژلي او له شلو ډېر يې ټپيان کړې دي.

د کندهار د چاودنې له امله پنځه کسه ټپيان شوي چې دوه يې پوليس دي.

ورته مطالب