کرزی: د کابل بريد تر شا د پاکستاني اورپکو لاس دی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي د دغو بريدونو له امله د اروپا سفر رالنډ کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي چې په کابل کې د خونړي ځانمرگي بريد تر شا د داسې کړيو لاس و چې د ده په خبره په پاکستان کې دي.

ښاغلي کرزي ويلي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي، خو دا چې تورن کسان په پاکستان کې دي، نو دغه قضيه به د پاکستان حکومت ته وړاندې کوي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې افغان حکومت بايد د کابل او مزار په پېښو کې د دغو کړيو د لاس لرلو په اړه "لاسوندونه او شواهد" ورکړي.

ښاغلى کرزي دغه څرگندونې د کابل په يوه روغتون کې د ټپيانو د پوښتنې پر مهال کړې دي.

ښاغلى کرزى چې ټاکل شوې وه د چارشنبې پر ورځ له جرمني بريتانيې ته روان شي د کابل او مزارشريف د پېښو د خبر په اوريدو يې خپل سفر لنډ کړ.

په کابل ، مزارشريف او کندهار کې د عاشورا د ويرجنو پر غونډو هم مهاله چاودنې وشوې چې له امله يې له پنځوسو زيات مړه او درې دومره نور ټپيان شول.

افغان ولسمشرحامد کرزى پلازمېنې کابل ته له رسيدو لږه شېبه وروسته پر هغو روغتونونو وگرځيد چې د کابل د خونړۍ پيښې ټپيان په کې بستر شوي و.

هغه چې له ورايه يې په څيره کې د خپگان او خواشينى نښې څرگندې وې، ويې ويل چې د دغه خونړي بريد تر شا د هغو کړيو لاس دى چې دا مهال په پاکستان کې ميشتې دي.

ښاغلي کرزي په زغرده دا خبره وکړه چې دغه پيښه په پاکستان کې پلان شوې وه او دوى به د پيښې د لا روښانتيا په اړه له پاکستان سره خبرې وکړي:

"په ډاډ سره درته وايم چې د پاکستان د حکومت سره دا خبره يادوو او څارو يې، ځکه چې د جنگوي لښکر پرون ځينو نړيوالو رسنيو ته په څرگندونو کې د دغه بريد پړه منلې وه. دا موږ جدي گڼو،موږ به په جدي توگه دغه خبره د پاکستان د حکومت سره وڅيړو."

که څه هم د پيښې وروسته افغان چارواکو د دغه بريد پړه پر طالبانو اچولې وه، خو طالبانو د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه بريد وغانده.

په پاکستان کې يوې اورپکې ډلې "جنگوي العالمي" رسنيو ته ويلي وو چې بريد د هغوى ملگرو کړى دی.

د افغانستان په پلازمينه ، بلخ او کندهار ولايتونو کې د عاشورا په ويرجنو بريدونه د بيلا بيلو سياسي کړيو له خوا په کلکه وغندل شول.

د ولسي او مشرانو دواړو جرگو ځينو غړو هم دغه بريدونه وغندل او هغه يې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې چاره وبلله.

ورته مطالب