لاریوني: ''د عمومي بښنې قانون دې لغوه شي''

لاریون
Image caption دغه سوله ییزه مظاهره د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېد.

په داسې حال کې، چې نن د دسمبر لسمه، د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په جګړه کې د وژل شوو قربانیانو کورنیو او د بشري حقونو یو شمېر ډلو د یوه لاریون په ترڅ کې د انتقالي عدالت غوښتنه وکړه.

لاریونیانو، چې د جنګ د قربانیانو تصویرونه یې له ځان سره لېږدول، په افغانستان کې د جنګي مجرمانو د محاکمه کېدو او پر هغوی د نړیوالو قوانینو د پلي کېدو غوښتنه کوله.

د دغه لاریون د سمبالښت چارې د افغان ټولنیز عدالت غوښتونکې ډلې او یو شمیر نورو د بشري حقونو د ډلو له خوا پرمخ وړل کیدې.

د لاریون عکسونه وګورﺉ

دغو لاریونیانو، چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېد، له افغان حکومت څخه غوښتنه کوله، چې په تېرو دریو لسیزو جنګ جګړو کې په جنګي جرمونو ټول تورن کسان دې له نړیوالو قوانینو سره سم محاکمه کړي.

مظاهره کوونکو، چې د جګړو د قربانیانو تصویرونه یې له ځان سره لیږدول، په خپلو شعارونه کې دا هم ویل، چې سوله له عدالت پرته هېڅ معنا نه لري.

په دغه لاریون کې، د جنګي قربانیانو ترڅنګ، یو شمېر د بشري حقونو او د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلو هم برخه درلوده.

د مظاهرې یوې سمبالوونکې رها نوین وویل، چې د دغه لاریون موخه د ټولو جنګي مجرمان د محاکمې غوښتنه ده:

''نن د دسمبر لسمه د جګړې د قربانیانو ورځ ده، هغه کسان چې خپلوان یې په جګړو کې وژل شوي، د جنګي مجرمینو د محاکمه کولو د غوښتنې پورته کولو لپاره راغونډ شوي دي''

په عین حال کې په افغانستان کې د دریو لسیزو جنګ جګړو د قربانیانو خپل خپلوانو، چې په دې مظاهره کې یې برخه درلوده، له افغان حکومت غوښتنه کوله، چې د دوی غوښتنې دې واوریدل شي.

شریف الله له دې ډلې یو دی:''هدف دا دی هېڅ کوم حکومت د جګړې قربانیانو غږ نه دی اورېدلی او موږ غواړو چې زموږ غږ واورېدل شي.''

دغه سوله ییزه مظاهره د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېد.

په پرېکړه لیک کې له افغان حکومت غوښتل شوي، چې د عفوې عمومي قانون دې لغوه کړې او په جنګي جرمونو ټول تورن کسان دې له لوړو پوړو دولتي څوکیو لرې کړې او د محکمې میز ته دې ودرول شي.

ورته مطالب