ایمل فیضي: هېواد کې د لشکر جنګوي په نامۀ ډله نه شته

ایمل فیضي
Image caption ایمل فیضي: ''موږ له پاکستان سره ددې برید او د لشکر جنګوي ډلې په اړه خبرې کوو او له پاکستاني حکومته به مرسته وغواړو.''

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي لشکر جنګوي ډله وروسته تر هغه له خپل دریځه په شا شوه چې په افغانستان کې خپلو هیلو ته چې د سني او شیعه ترمنځ تفرقه اچول وو، ونه رسېدل.

افغان حکومت د پاکستان د لشکر جنګوي ډلې له خوا د روستي ځانمرګي برید د پړې تر منلو وروسته په دې برخه کې له پاکستان څخه د مرستې او څېړنو غوښتنه وکړه.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي په وینا د لشکر جنګوي افغاني په نوم کومه ډله نه شته، نو ځکه دوی لا هم د وروستي برید د څېړنو په برخه کې له پاکستان څخه د مرستې غوښتنه کوي:

''ټولو ته معلومه ده چې تر دې مخکې د لشکر جنګوي افغاني ډله نه وه، خو که چېرې وي هم، اصلي سرچینه د پاکستان له لشکر جنګوي څخه اخلي، موږ یوځل بیا ټینګار کوو چې ددې موضوع په اړه به له پاکستان سره خبرې کوو او د دوی همکاري به وغواړو.''

لشکر جنګوي د پاکستان د ''سپاه صحابه'' له ډلې بېله شوې چې مرکز یې د پاکستان په ملتان کې دی، چې ددې هېواد په نورو سیمو لکه ډېره اسماعیل خان، هنګو، کرمه ایجنسۍ، کوهاټ او نورو سیمو کې فعالیت لري.

پر دې ډلې دا تور هم لګیږي چې په پاکستان کې فرقه يي تاوترخوالي ته لمن وهي.

په افغانستان کې د امریکا لوی سفیر ریان کراکر هم دیې ته د شک په سترګه ګوري چې د لشکر جنګوي کومه افغاني ډله دې موجوده وي:

''تاسې پوهیږﺉ چې ما درې کال په پاکستان کې دنده تر سره کړې او زه د پاکستان او لشکر جنګوي په اړه په هر څه پوهیږم. په دې برخه کې زه د لشکر جنګوي له افغاني څانګې بې خبره یم.

پوره شک

باید تاسې ته ووایم چې زه په دې اړه پوره شک لرم چې داسې څه دې موجود وي. او زه فکر نه کوم چې دا پېښه دې د فرقه يي تاوتریخوالي لامل شي. ''

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل د پاکستان د لشکر جنګوي هغه څرګندونې بې ځایه وبللې چې په کابل کې د ابوالفضل پر زیارت برید دوی نه دی کړی:

''دوی دا هغه وخت رد کړه چې وشرمېدل. طالبانو په لومړي سر کې ددې برید پړه ونه منله، خو لشکر جنګوي یې مسؤولیت ومانه، موږ کاملاً باور لرو چې دا برید لشکر جنګوي کړی دی.''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید د کابل ښار دویمې ناحیې د مرادخانۍ په سيمه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه پرته ده د ابوالفضل زيارت مخې ته وشو.

د محرم میاشتې په لسمه په کابل کې د شیعه ګانو یوه زیارت ته څېرمه یوه ځانمرګي برید شاوخوا ۶۰ کسان ووژل او نژدې ۱۵۰ تنه یې ټپیان کړل، طالبانو ددغه برید پړه پر غاړه وانخیسته، خو په پاکستان کې مېشتې لشکر جنګوي ډلې یې په سر کې پړه پر غاړه واخیسته خو وروسته له خپله دریځه په شا شول.

خو تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان کې یوه تن چې ځان د لشکر جنګوي افغاني ډلې مشر بولي د بي بي سي یو خبریال ته ویلي چې برید دوی کړی او د دې برید الهام یې هم د پاکستان د لشکر جنګوي ډلې څخه اخیستی.

ورته مطالب