د زبر زنا قرباني خبرې کوي

ګلناز
Image caption پرمیرمن ګلناز شاوخوا دوه کاله وړاندي له خپلو خپلوانو نه یو تن جنسي تیری وکړ او هغه امیدواره شوه. خو تیري کوونکي دا تور ونه مانه چې همدې کار ګلنازه د عدالت غوښتني ته مجبوره کړه.

ګلناز شل کلنه افغانه میرمنه ده چې دوه کاله یې دکابل د ښځو په زندان کې تیر کړي. څو ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي د نوموړې د خوشي کیدو فرمان ورکړ.

هغه له یوې خوا د هغه کس لپاره چې پر دې یې په زوره جنسي تیری کړی د اعدام حکم غواړي له بله پلوه وايي چې دومره ځان بي وسه او ناچاره ګڼي چې له خوشي کیدو وروسته له تیري کوونکي سره له نکاح کولو پرته بله لار نه لري.

ګلناز وايي که له تیري کوونکي سره نکاح وکړي نو دا به یې دوهم ښځه وي.

د هغې وینا ده چې یوازي ددې لپاره چې ځانته سرپناه او خپلې اته میاشتنۍ لور ته د پلار نوم پیدا کړي له تیري کوونکي سره یې نکاح کولو ته غاړه ایښې.

هغه وايي که داسې ونه کړي نو د کورنۍ، خپلوانو او ټولنې لخوا به د کرکي او ملامتۍ ګوته دې ته ونیول شي.

پرمیرمن ګلناز شاوخوا دوه کاله وړاندي له خپلو خپلوانو نه یو تن جنسي تیری وکړ او هغه امیدواره شوه. خو تیري کوونکي دا تور ونه مانه چې همدې کار ګلنازه د عدالت غوښتني ته مجبوره کړه.

له ګلناز سره زموږ همکارې فریبا ظاهر مرکه کړې ده. د هغې کیسه ددې له خپلې ژبې واورۍ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب